کورني خبرونه

مجاهد: افغانستان به د نړۍ د سیالۍ په ډګر بدل نه شي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، اجازه نه ورکوو چې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شي

د طالبانو د رژیم ویاند زیاتوي چې په افغانستان کې د نړۍ د تقابل پر ځای زمینه برابروو چې دغه مهمه جغرافیه د ټولو هېوادونو او قدرتونو تر منځ د وصل او اقتصادي دهلیز په توګه مطرح وي.

ښاغلي مجاهد له دوحې څحه تر ستنېدو وروسته نن په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، د دوحې درېیمه ناسته یوه بریالۍ ناسته وه او د دغې ډلې پیغامونه د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره شریک شول.

د دوحې غونډې مثبتوالی

هغه وایي:« د خوښۍ ځای دی، چې ګډون کوونکو هېوادونو زموږ د خبرو اورېدو ترڅنګ په افغانستان کې نوي پرمختګونه منلي دي.»

هغه زیاته کړې:« موږ نړۍ ته واضح کړه، چې هغوی باید لومړی ټول بشري او انساني موضوعات چې مخامخ د افغانانو ورځیني ژوند پورې تړلي دي، له سیاسي هغو جلا کړي او دا موضوعات د سیاسي فشار لپاره وسیله و نه ګرځوي.»

نور ولولئ: د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

نور ولولئ: افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

ښاغلی مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډيکارلو څرګندونو په اړه وویل، د ښځو د حقونو مسله د هېواد کورنۍ مسله ده او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

taliban attends un meeting for the first time in doha meets v0 ywhgrxhqndh0ucqxh29bgmvb hqnj34z1jlujlksn1i

ښاغلي مجاهد همداراز ټینګار وکړ، چې دوی به د بشري حقونو د خوندي توب لپاره مهم ګامونه پورته کړي.

د افغانانو ستونزو ته د حل لار

هغه وایي، نړۍ پلمې ګوري او د افغانانو ستونزو ته به په کور دننه د حل لارې ولټول شي.

تر دې وړاندې اغلې ډیکارلو ویلي و، چې د ښځو او بشري حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع نه ده.

د هغې په وینا، هر هېواد نړۍوالو کنوانسیونونو ته ژمن دی او هغه باید له پامه و نه غورځوي.

ذبیح الله مجاهد وړاندې وایي، د خصوصي سکټور او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دوی لاسته راوړنې او پرمختګونه واضح شول، په دواړو برخو کې د افغانانو ستونزې له نړۍوالو سره شریکې شوې چې اکثره ستونزې د نړۍوالو بندیزونو او محرومیتونو له امله پېښې شوې دي.

هغه همداراز ویلي، دا ډېره مهمه وه چې اکثرو، ان نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره په دواړو ټاکل شوو موضوعګانو(د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او نشه يي توکو سره د مبارزې برخه) کې د همکارۍ ژمنه وکړه او هغه یې د هېوادونو مکلفیت وباله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button