نړیوال خبرونه

مجاهد: افغانستان به یوه قوي اردو ولري

د طالبانو ویاند او د فرهنګي کمیسیون مشر وایي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ملا تېر دی او دوی غواړي چې افغانستان یوه قوي اردو ولري، نو د وضعیت له ارامېدو سره به هغوی هم خپلو دندو ته را وغواړي.

ښاغلي مجاهد پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دوی ترکیې ته د دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې پیاوړې اړیکې ورسره ولري، خو په وینا یې چې د دغه هېواد پوځي حضور ته په افغانستان کې اړتیا نشته.نوموړي د بیان ازادۍ په هکله ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دوی د بیان ازادۍ، د اسلام په رڼا کې د ښځو او هېوادوالو بنسټیزو حقونو ته ژمن دي.

20210825 094305

نوموړي د هنرمندانو د کار او هنر په هکله وویل چې هغوی امن دي خو دا چې د کار اجازه به ورکړل شي او کنه، په دې اړه به وروسته تصمیم ونیول شي.مجاهد هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې د دوی له لوري ښځو ته په ځینې ادارو کې د کار اجازه نه ده ورکړل شوې، خو ټینګار یې وکړ چې د یو میکانیزم له مخې به د ټولو ادارو ښځینه کارکوونکې هم بېرته خپلو دندو ته راوغوښتل شي.

هغه د هنرمندانو د کار او هنر په هکله وویل چې هغوی امن دي خو دا چې د کار اجازه به ورکړل شي او کنه، په دې اړه به وروسته تصمیم ونیول شي.پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د دې هېواد د موسیقۍ ملي انسټیټوټ تړل شوی دی. د دغه انسټيټوټ بنسټګر ډاکتر احمد ناصر سرمست ویلي چې د طالبانو تېرې دورې ته په کتو یې دا پرېکړه کړې ده.

د ښاغلي سرمست په خبره د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ د ۳۵۰ زده‌ کوونکو ترڅنګ د هر يو افغان سندرغاړي ژوند دا مهال له خطر سره مخامخ دی.طالبانو په خپله مخکېنۍ دوره کې پر موسیقۍ، فلم، تیاتر، ډرامو او نورو ښکلیو هنرونو کلک بندیز لګولی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button