نړیوال خبرونه

مجاهد: بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په حدودو کې ګرزي

امریکايي بې پیلوټه الوتکې افغانستان ته ننوتي دي

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له حريمه د افغانستان فضا ته راننوځي

هیواد باید خپل هوایی حریم ته اجازه ورنکړی

د دفاع وزارت سرپرست، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو په هکله د راپور ورکړې په غونډه کې له پاکستانه غواړي، چې دغه هېواد بايد اجازه ورنه کړي چې هوايي حريم يې د افغانستان پر ضد وکارول شي

هغه د امريکا دغه کار د افغانستان په خاوره یرغل او تېری بولي. مولوي محمد یعقوب وویل:«هغه معلومات چې موږ یې لرو، دوی د پاکستان له لارې افغانستان ته راننوځي او د پاکستان له هوايي حریمه استفاده کوي. موږ له پاکستانه غواړو چې خپله فضا د افغانستان په وړاندې او زموږ په ضد استفاده نه کړي

ور یی ولوله | متحده عربی امارتو د پاکستان سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې اعلان وکړ

ور یی ولوله | ملګری ملتونو کې د چین سفیر: د طالب چارواکو پر سفر دې بندیزونه ختم کړی شي

تر دې وړاندې د اسلامي امارت وياند، هم د افغانستان په هوايي حريم د امريکا د بي پيلوټه الوتکو ګرځېدل تاييد کړي دي. محمد يعقوب مجاهدا همدا راز وايي، چې د پوځ اوسنی شمېر د ۱۵۰ زرو په شاوخوا کې دی، او د پخواني پوځ ځينې سرتېري هم د تازه پوځ په تشکيل کې يو ځای شوي دي.ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«په ټول کې د پوځ شمېر کابو ۱۵۰ زره دی او هیله لرو چې ډېر ژر به پوځ نور هم پياوړی کړو. د پوځ لوی درستيز په دغه خبري ناسته کې وايي، چې په تېر يوه کال کې يې ۴۵۰۰ کسان د بېلابېلو دلايلو له امله د پوځ له ليکو اخراج کړي دي

قاري فصيح الدين فطرت تاکيد کوي، چې اوس مهال د هېواد په ټولو برخو په ځانګړې توګه پنجشېر کې امنيت په ښه ډول تامين دی. د پوځ لوی درستيز فصيح الدين فطرت وویل:«په پنجشېر کې وضعیت په بشپړه توګه کنټرول دی، د پنجشېر ټول قلمرو د مجاهدینو په کنټرول کې دی. طبعاً یو څوک چې وغواړي امنیت خراب کړي، خلکو ته زیان ورسوي او سیمه ناامنه کړي له یو مېل کلاشینکوف هم کولای شي چې د غره یوه ټکي هم کله ناکله دا ډول ستونزې رامنځته کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button