افغانستان

مجاهد: د زلزله ځپلو د مړو شمېر ۱۴۱۱ او د ټپیانو شمېر ۳۱۲۴ ته ورسېده

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، کونړ کې ثبت شوي مړي تر اوسه ۱۴۱۱ او ټپيان بیا ۳۱۲۴ تنو ته رسېدلي دي.

دا مرګ ژوبله د مرکز اسعداباد تر څنګ په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پيچ دره، وټپور کې اوښتې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، هغه سیمې چې هلیکوپټر تګ ورته ناممکن و، هلته یې کومانډو ځواکونه د پراشوټ له لارې ښکته کړي دي.

کونړ کې لا هم افغان ځواکونه، عام خلک او ژغورونکي ډلې د ټپيانو او جسدونه په ویستلو کار کوي.

چارواکي وايي، په خاص کونړ ولسوالۍ کې زلزله ځپلو لپاره کمپ هم جوړ شوی چې خدماتي او نورې کميټې پکې مواد او عاجلي مرستې تنظيموي.

د پېښې ځاي ته نژدې دوه مرکزونه هم جوړ شوي چي د زخميانو انتقالات، د مړو تدفين او پاتي کسانو ژغورلو چارې له نژدې اداره کوي.

مختلفو هيوادونو د خواخوږۍ پيغامونو تر څنګ مرستې هم اعلان کړې چې يو شمېر يې د زلزله ځپلو ته د عاجلو مرستو کميټې ته سپارل شوې دي.

کونړ کې زلزلې نه یوازې د سر زیان اړولی، هلته ځېنې کلي هم له مخې هوار شوی دي.

د تازه مالوماتو له مخې په کونړ کې ۵۴۱۲ کورونه په بشپړ او یا نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

د مرګ ژوبلې ارقام لاهم وروستي شوي نه دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button