مجاهد: د قطر مزاکراتو د دوام په اړه مشوره کوو

مجاهد: د قطر مزاکراتو د دوام په اړه مشوره کوو.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو کې د څلور میاشتني ځنډ ته په غبرګون کې ویلي، چې د نورو اقداماتو ترڅنګ دوی اوس د قطر مزاکراتو باندې غور کوي.
مجاهد وای فکر کوو چې په قطر کې د حکومت له استازو سره پیل کړو مذاکراتو ته دوام ورکړي او که نه ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې د بي بي سي پښتو څانګې سره د یوې مرکې په ترڅ کې کړي دي.هغه ددې ترڅنګ له افغانستانه د عسکرو د ایستلو او د اشغال د پای ته رسولو له اعلانه هرکلی کړی او دا کار یې د جنګ طلبو کړیو غوښتنو د نه منلو په معنی سره بللی دی.داچې د دوحې تړون مطابق باید د ټولو بهرنیو عسکرو د ایستلو پروسه له مئ میاشتې څخه ځنډیږي په هکله یې مجاهد یې تأسف ښکاره کړی.
او دا کار یې د دوحې توافقنامې څخه سرغړونه کړې، د کومې له وجې چې د ده په خبره بې باورۍ رامنځته کوي او د پایلو مسئولیت یې هم د امریکا يي جهت په غاړه اچولی دی.د بي بي سي د خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا له دې پرېکړې وړاندې په قطر کې ستاسو د سیاسي دفتر ویاند ویلي ؤ، ترڅو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، طالبان به د سولې په تړاو په هیڅ کومې غونډه کې ګډون ونه کړي
د خبریال اشاره د ترکیې غونډې ته وه، اوس هم په هماغه پرېکړه ولاړ یاست ښاغلي مجاهد ویلي، چې هو، دا یو اصولي دریځ ؤ چې مونږ ونیو څو پورې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، مونږ په هغسې کنفرانس کې ګډون نه کوو چې په هغې کې د افغانستان په اړه نهايي پرېکړه کیږي.

داچې طالبانو تردې وړاندې د امریکايي عسکرو په حضور کې په میاشتو میاشتو د حکومت له استازو سره خپل منځي مذاکرات کړي په اړه یې مجاهد څرګنده کړې چې دغه مسئله باندې هم دوی غور کوي او استدلال یې وکړ چې د بهرنیو عسکرو ایستلو کې د ځنډ او سر غړونې له کبله دوی اوس د دوحې تړون ټولې مادې تر غور لاندې نیولي.