نړیوال خبرونه

مجاهد: د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په لوړه کچه کار روان دی

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، هڅې رواني دي چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي او د دې ستونزې د حل لپاره په لوړه کچه کار پیل شوی دی. په تازه غبرګون کې د پکتيا قومي مشران وايي، په‌‌دې ولايت کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو بېرته تړل کیدو خورا ناهيلي کړي او غوښتنه کوي چې هر څومره ژر بايد پرانيستل شي..

اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي: «د ټول هېواد په کچه دا کوشش روان دی چې دا ستونزه مناسب حل پیدا کړي. موږ لنډ دومره ویلای شو چې باید امیداواره واوسو، ان‌شاء الله د دې لپاره کار روان دی. خدای مهربان دی چې هغه ټولې ستونزې رفع او دغه نیمګړتیا پوره شي. بل‌خوا د پکتیا قومي مشران وایي، د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدو سخت اندېښمن کړي او زياتوي چې لورګانې يې کورونو کې د ښوونځيو پرانيستو ته په بې‌صبرۍ په تمه دي

نور یی ولوله | د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینې تر سره کېدل

نور یی ولوله | په ګمرکونو کې د درملو او خوړو د کتلو لپاره د لابراتوارونو طرحې جوړول

پکتيا کې قومي مشر

پکتيا کې قومي مشر حاجي اول خان وايي: «ټولې نجونې په کور کې مایوسه دي، خلک هم مایوسه دي. علم او تعلیم ته ضرورت دی. د اسلامي په چوکاټ کې علایده-علایده مکتوبونه دې ورته جوړ شي. ښځې دې هم تعلیم وکړي او نران دې هم تعلیم وکړي. پکتيا کې قومي مشر حاجي ګلا الدين وايي: «په ګردېز کې مکتبونه خلاص شول، خلک ډېر خوښ وو. بعد له هغې چې مکتبونه بند شول، خلک مایوسه شول؛ نو موږ له امارته غواړو چې د خلکو په خاطر ښوونځي خلاص کړي

دغه مشران وايي، د ښځو زده‌کړو ته اوس تر بل هر وخت ډېره اړتيا ده او د پوره کولو لپاره یې بايد اسلامي امارت پر وړاندې هر ډول خنډونه لېرې او بند ښوونځي پرانيزي. پکتيا کې قومي مشر ګل زمان وايي: «علم فرض دی او زموږ د خلکو دا غوښتنه ده چې مکتبونه خلاص شي، مکتبونه د وطن د پیشرفت او ترقي لپاره ډېر ښه دی.

پکتيا کې قومي مشر علي محمد ګرديزی وايي: «د پکتیا ټول خلک غواړي چې مکتبونه ژر تر ژره خلاص شي. پکتيا کې قومي مشر استاد احمد فيضي وايي: «باید نجونو ته د دې حق ورکړل شي چې خپل تحصیل ته دوام وکړي، څو دا ملک اباد شي.پکتيا کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو بېرته بندېدل د نجونو له لاریون سربېره په کور د ننه او بهر پراخ غبرګونونه له ځان سره لرل

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button