نړیوال خبرونه

مجاهد: سعودي به په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

د طالبانو د رژیم ویاند په ډاډ سره ویلي چې سعودي عربستان به په کابل کې خپل سفارت ډېر ژر پرانیزي

سعودي عربستان چې د افغانستان په مقابل کې یې د تاریخ په اوږدو کې د اسلام اباد لوری نیولی او د پاکستان له رامنځته کېدو سره سم یې افغان خاورې ته له پاکستانه افراطي ډلې حمایه کړي، په دوحه کې د دوحې ۳مې ناستې ته د ګډون په موخه د تللي طالب پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد سره په لیدنه کې ویلي چې ریاض به په کابل کې ډېر ژر خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د طالبانو ویاند او د دوحې په غونډه کې د دغې ډلې د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد ویلي، سعودي عربستان غواړي چې ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.

د ذبیح الله مجاهد او د سعودي عربستان د استازي ترمنځ لیدنه

مجاهد یکشنبه د چنګاښ پر ۱۰مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې د دوحې درېیمې ناستې په څنډه کې یې د سعودي عربستان له استازي سره لیدلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ «رغنده خبرې» وشوې.

مجاهد ویلي چې ریاض له طالبانو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی او دوی هم عربستان ته د مهم هېواد په سترګه ګوري.

سعودي عربستان تر اوسه په دې هکله رسمي څه ویلي نه دي.

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: “د دوحې ۳مه ناسته کې د ګډون بشپړ چمتوالی لرو”

نور ولولئ: کابلوف افغانستان کې باید ټولګدونه حکومت جوړ شي

نور ولولئ: کابلوف: نړۍ دې حقیقت ته رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني مسئول دي

د دوحې درېیمه غونډه پېل شوې او په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري ذبیح‌الله مجاهد کوي.

afghan (6)
په کابل کې د روسیې سفارت

له ضمیر کابلو او ارګاشف سره لیدنه

نوموړي له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف سره لیدلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازبکستان د افغانستان یو مهم او قوي اقتصادي شریک بللی و. نوموړي ټینګار کړی و چې دغه اړیکې به نورې هم غښتلي کېږي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف بیا ویلي، روسیه ۸ کاله وړاندې پوهېده چې طالب ډله به واک ته رسېږي او د هېواد بشپړ واک به تر لاسه کوي.

که څه هم طالبانو بیا بیا ویلي چې نړۍ د طالبانو له رژیم سره د تعامل غوښتونکي ده، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلي.

کارپوهان وايي، طالبان که غواړي چې کورنی او نړیوال مشروعیت پیدا کړي، نو د نجونو پر مخ باید د زده کړو مراکز پرانیزي او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button