نړیوال خبرونه

مجاهد : ډېر ژر به د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانستل شي

د علماوو او مدارسو د اتحاديې غونډه

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ترکیه کې د علماوو او مدارسو د نهضت اتحاد په غونډه» کې ویلي دي چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل حتمي دي. ښاغلي مجاهد په دغې غونډه کې چې د شپږو هېوادونو دیني عالمانو ګډون کړی دی، زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نجونو زده کوونکو لپاره د درسي ټولګیو، ښوونیز نصاب او د لېږد رالېږد د خدمتونو د چمتو کولو په حال کې دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې:«البته نارینه له لومړي تر دولسم ټولګي زده کړې کوي او نجونې هم تر شپږم ټولګي ښوونځيو ته ځي، یوازې له اووم تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي بند دي او د دې لپاره نه دي بند شوي چې موږ نه غواړو زده کړې وکړي. موږ د اصولو، نصاب، ښوونیزو ځایونو او د هغوی د ټرانسپورټ د چمتو کولو په حال کې یوو، څو ډاډمن شو چې خلک له ذهني پلوه اجازه ورکوي چې لوڼې یې زده کړې وکړي، حجاب یې مراعات کړی وي، هغه څه چې زده کوي یې دیني او اخلاقي وي. ځکه زموږ پخوانی نصاب امریکا جوړ کړی و، که هغه نصاب په افغانستان کې پلی شي، مفکورې بدلېږي او خدای مه کړه، د هېواد پر وړاندې درېږي.

نور یی ولوله | د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره د یوناما د نوې رییسې لیده کاته شوي

نور یی ولوله | راتلونکې اوونۍ پلازمېنه کابل کې د متفرقه‌وو کانکور ازموینه اخیستل کېږي 

د نجونو د ښوونځيو نه خلاصول اسلامي جواز

بل خوا یو شمېر دیني عالمان په دې باور دي، چې د نجونو د ښوونځيو نه پرانیستل کېدل هېڅ اسلامي توجیه نه لري. دیني عالم خلیل الرحمن رحماني وویل:«پېښه، ديني پېښه نه ده ځکه د اسلامي او دیني پلوه هېڅ توجیه نه لري او نه وايي چې یوه یا دوه توجیه بلکې هېڅ بنسټ نه لري. ګران اسلام ښځې او نر ته د زده کړو حق په رسمیت پېژني. بل دیني عالم جمیل الرحمن رحماني هم څرګنده کړه:«ښځې او نرینه دواړه طبقې باید په دغې ټولنه کې زده کړې وکړي، خو له سیاسي پلوه ځينې سلیقه يي چلندونه چې شتون لري او ځينې لیدلوري چې شتون لري، دغه نه پرېږدي چې نجونې زده کړې وکړي..

یو شمېر نجونې زده کوونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځيو د پرانېستل کېدو وخت مشخص کړي. زده کوونکې نرګس وايي:«د یوه کال په لړ کې همدا چې ښوونځي یې د نجونو پر مخ تړلي دي او ډېری زده کوونکي په ځانګړې توګه ښځينه برخه په اسټرس او رواني ستونزو سره مخ شوې دي  

زده کوونکې فیروزه هم څرګندوي:«له اسلامي امارته او نړۍوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې ژموږ ښوونځي پرانیستل شي. څه باندې یو کال کیږي،چې نجونې ښوونځيو ته له تګ نه محرومې شوې دي، دغه کار له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button