نړیوال خبرونه

مجیب الرحمن شېرزاد څوک دی؟

مجیب الرحمن شېرزاد د ننګرهار ولایت د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکۍ دی، نوموړی د کابل پوهنتون د طب پوهنځي څخه په اعلۍ درجې فارغ شوی، ښاغلي شېرزاد خپله لومړۍ ماستري د پاکستان هېواد څخه په اداره او منجمنټ برخه کې کړې او دوهمه ماستري ېې ډيولپمنټ پالیسي (Development Policy) برخه کې په سوېس هېواد کې سر ته رسولې،

ښاغلي شېرزاد د نورو تحصیلاتو تر څنګ د هېواد نه بهر مختلفو برخو کې لندډمهاله کورسونه یا (Short Courses) او نورو پروګرامونو کې هم برخه اخيستې نوموړۍ د ښه تحصیلي بیک ګراونډ تر څنګ یو ښه مدیر هم دی. ښاعلي شېرزاد ګڼ شمېر دولتي او نړیوالو ادارو سره کار کړۍ دۍ نوموړۍ د ښه تجربې خاوند دۍ او ټاپ منجمنټ یا رهبري مدیریت کې له ۹ کالو نه زیاته تجربه لري،

نوموړي خپل د کیریر اغاز د نړیوالو ادارو سره ترسره کړی هغه د HNLAND ,Serve/ PBL AMI سره ډېر وخت په ښه پوسټونو کارکړی، نوموړي د ایسا ادارې سره هم د کار تجربه لري او د هغه نه وروسته د برېشنا شرکت د شرقي زون عمومي مسول په توګه دنده ترسره کړې،

ښاغلی شېرزاد په ۲۰۱۲ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د مالیې وزارت د عوایدو د پلان عمومي ریس په توګه وګمارل شو.او په دغه ریاست کې خورا زیات اصلاحات راوستل، نوموړۍ په کال ۲۰۱۵ کې د افغانستان د عوایدو عمومي ریس په توګه په دنده وګمارل شو، ویل کیږي چې کله ښاغلی شېرزاد د عوایدو عمومي ریس وو نو هر کال به د هېواد د عوایدو هدف پوره کېده،نوموړي چې دغه ریاست کې کامیابه دنده ترسره کړه نو د جلالتماب جمهور ریس لخوا په کال ۲۰۱۷ کې تفتیش عالي ادارې د اداري معین په صفت وټاکل شو،

ښاغلی شېرزاد اوسمهال هم د تفتیش ادارې معین په توګه دنده پر مخ وړي، نوموړي دغې ادارې ته مسلکي کسان جزب کړل او یاده اداره ېې په پخو ودروله نوموړي هر وخت ځوان کل ته ځانګړې پاملرنه کوي، او غواړي چې ځوانان د ادارو مدیریتونه په غاړه واخلي،

مجیب الرحمن شېرزاد څوک دی؟
مجیب الرحمن شېرزاد څوک دی؟

اوسمهال دولت ته لازم دي چې د نوموړي د تجربو نه ګټه پورته کړي، د یادونې وړ ده چې نوموړی د ماليې وزارت سستمونو سره بلد دی او کولۍ شي چې د مالې وزارت یو معینیت پر مخ بوزي او یا هم د کوم بلې اداري مشري ورپه غاړه کړي ځکه نوموړی د ښه مدیریت خاوند دۍ او کولۍ شي چې په هره اداره کې اصلاحات راولي، دا هم باید یاده کړو چې نوموړۍ ښه پوهې تر څنګ یو ښه شخصیت خاوند هم دی،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button