نړیوال خبرونه

محب:‌ تر کیې غونډې ته پلاوی لیږو

محب:‌ تر کیې غونډې ته پلاوی لیږو.داسې وخت چې تمه ده راتلونکې میلادي میاشت د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان سولې په اړه ناسته راوبلل شي،د ملي‌ امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، حکومت په دې ناسته کې ګډون کوي‌.

ښاغلی محب ویلي دې غونډې ته به د طالبانو د پلاوي په کچه استازي ولیږي. حمدالله محب چې له امنیتي مسئولینو سره په ګډه یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا اوروله وویل، چې حکومت د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی روان کړی او د طالبانو د پلاوي کچې ته په کتو یادې ناستې ته خپل استازي ورلېږي.هغه وړاندې د طالبانو د مرکچي‌ پلاوي‌ غړي‌ بې صلاحیته یاد کړل او ادعاء یې وکړه که د طالبانو د مرکچي پلاوي‌ غړي د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي، نو حکومت به هم د مذاکراتي ټیم غړي ورواستوي.

حمدالله محب ددې تر څنګ ادعاء وکړه چې دولتي عسکر له ځانه د دفاع وړتیا لري خو په خبره یې، که بهرني‌ ځواکونه ووځي،‌ په افغانستان کې به کورنۍ جګړې رامنځته شي او امنیتي‌ وضعیت به‌ په بې ساري‌ ډ‌ول خراب شي.هغه وویل اوس وخت د دې رارسېدلی چې باید ټولې خواوې په دې اړه فکر وکړي.

د ښاغلی محب پورتنۍ څرګندونې داسې وخت کړي دي، چې تمه ده د اپریل میاشتې په دوران کې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته راوبلل شي او د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم پکې برخه ولري.ویل کیږي چې دا غونډه د اینده لپاره ډېره مهمه ده.

د یادولو وړ ده چې دغه غونډې ته به د پاکستان په شمول د نړی ګڼ شمېر هېوادونو استازي هم رابلل کیږي.او ترکیې هېواد کې به د نوروملکونو سفیران هم رابلل کیږي.ویل کیږي چې دوی دا بلنې دې لپاره خلکو ته ورکی تر څو دغه غونډې ته زیات کشروعیت ورکړل شي.

img 20210327 165307

یاده ناسته چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د امریکا په وړاندیز جوړېږي، ښايي د افغانستان د سولې په تړاو پکې مهمې پرېکړې وشي.ښای په دې غونډه کې د هېواد اینده نظام په اړه هم خبرې وشي.په دې اړه حکومت او طالبان خپل نظرونه لري. ښای دوی دا نظرونه په دغه غونډه کې وړاندې کړي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button