سیمه ییز خبرونه

محسن داوړ: پر افغانانو د پاکستاني ریاست بمبار دغه ملت ته ښيي چې خپلواکي نه لری

محسن داوړ ویلي چې پاکستان ځکه پر افغانانو بمبار کوي چې هغوی ته وښیي خپلواکي نه لري

د پي ټي ایم او د ځینو نورو سیاسي سازمانونو غړي وايي چې د پاکستان او طالبانو تر منځ نښتې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو د عامه اذهانو د اړولو لپاره کېږي.

پښتون سیاستوال او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ وايي، پاکستان د تېر افغان حکومت د نسکورېدو پر مهال ټي ټي پي وسله وال امریکا ته په ټېکه ورکړي وو. هغه وايي، پاکستان ځکه پر افغانانو بمبارۍ کوي چې هغوی ته وښايي خپلواکي نه لري.

په سیمه کې د امن راوستلو هڅې

تېره ورځ جمعه د (مرغومي اوومه) د سوېلي پښتونخوا په لورالايي کې د ملي جهوري ګوند په پښتنو سیمو کې د امن راوستلو په موخه غونډه رابللې وه او په غونډه کې د سیمې د ناامنۍ او وسله والو فعالیتونو د بندیدو غوښتنه وشوه.

د ملي جمهوري ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د پاکستان پر حکومت او استخباراتي ادارو تور پورې کړ، چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته د جګړو لپاره زمینه برابروي.

نور ولولئ؛ د طالبانو رژیم: داعش خراسان اوس د پاکستان له بلوچستان او خیبرپښتونخوا فعالیت کوي

نور ولولئ؛ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا؛ پاکستان د ملایانو بله ډله کابل ته استولي

محسن داوړ وويل، چې «ټي ټي پي، په کابل کې واکمن طالبان او نورې ترهګرې ډلې ټولې د پاکستان استخباراتي ادارو جوړې کړي او هر ځای یې چې زړه وي هغه پرې ناامنه کوي.»

ښاغلي داوړ وويل: «چې د پاکستان پوځ او حکومت ټي ټي پي ته اوس خوارج وايي، چې هغه کابل کې یې د دوی استاذان واکمن کړل هغه څوک دي؟ هغه خو هم پاکستان واکمن کړل.»

د پاکستاني ریاست نه غبرګون

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د محسن داوړ دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

محسن داوړ د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وویل، چې ترهګري په افغانستان او پښتونخوا کې نه شته بلکې په راولپندۍ، لاهور او د پنجاب په نورو سیمو کې ده او هلته یې باید مخه ونیول شي.

ښاغلي داوړ د پاکستان په حکومت تور پورې کړ چې ترهګري د پاکستان کاروبار دی او دوی یې په لوی لاس زیاتوي او مخه یې نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر پر پکتیکا د پاکستان له بمبار وروسته نرمه لهجه وکاروله او ویې ویل چې د پاکستان او ولس دواړه شریف دي او یوازې څو کسان دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ شر ته لمن وهي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button