لوبې

محمد حارث په پي ایس ایل کې چټکه نیمه سلیزه ووهله

د پاکستان سوپر لیګ د پېښور زلمي ځوان توپ وهونکي محمد حارث د اسلام اباد یونایټیډ پر وړاندې د دغه لیګ تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ووهله.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې په روانه لوبه کې د لوبې پچه د پېښور زلمي لوبډلې لوبډلمشر وهاب ریاض وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې ځوان اوپنر محمد حارث یې دا پرېکړه سمه ثابته کړه.

دغه ځوان اوپنر په ۱۸ توپونو تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ووهله او دریم لوبغاړی شو چې تر ټولو چټکه نیمه سلیزه جوړوي، له هغه وړاندې کامران اکمل او اصف علي په ۱۷ توپونو نیمه سلیزې جوړې کړې.

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

محمد حارث په پاڼۍ کې ۷ څلوریزې او ۵ لوړو شپږیزو پرمټ ۷۰ منډې جوړې کړې او وسوځېده. په دغه لوبه کې حضرت الله ځاځی په ۱۳ منډو وسوځېده.

په روانه لوبه کې پېښور زلمي لوبډلې د اسلام یونایټیډ لوبډلې ته د ۸ لوبغاړو په ۲۰ اورونو کې ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button