محمد حسنین: ډېر ژر به نیمګړتیاوې ختمې کړم او لوبډلې ته به راستون شم
وروسته له هغې چې د پاکستان ځوان چټک توپ اچونکي محمد حسنین توپ اچونه غېر قانوني وګڼل شوه او بندیز پرې پورې شو، اوس احساساتي بیان ورکړی دی.
محمد حسنین پر یوه نوې مرکه کې ویلي دي، چې زه د پاکستان سوپر لیګ او لوبډله پرېږدم، خو کله چې بېرته راستنېږم، نو ټولې نیمګړتیاوې به مې له منځه وړي وي.
هغه ویلي، چې د پي ایس ایل سیالۍ په نیمایي کې پرېښودل ډېر ستونزمن و، زما په توپ اچونه کې چې کومې نیمګړتیاوې دي، هغه ختموم او ډېر ژر به بېرته لوبغالي ته راستون شم.
نور یی ولوله | راشد خان د کراچۍ څخه مننه وکړه
دغه چټک توپ اچونکی وايي، چې له بیګ باش لیګ نه مخکې یې ډېر کرکټ کړی، خو هېڅکله یې فکر نه دی کړی، چې د توپ اچونکې ایکشن به یې غیر قانوني اعلان شي.
د ویلو ده چې د اسټرالیا بیګ باش سیالیو پرمهال د محمد حسنین توپ اچونه غېر قانوني وګڼل شوه، چې له هغې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا له ازموینې وروسته غېر قانوني اعلان شو او بندیز پرې ولګېده.