نړیوال خبرونه

محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست عالي مقام د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه. د هیواد جمهوررئیس د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې حکم پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

محمد حنیف اتمر د هیواد له مطرح او اغېزناکو سیاسي شخصیتونو دی، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه کار کړی دی. د ارګ له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني په دوه جلا حکمونو کې محمد حنيف اتمر د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير ټاکلى دى.

محمد حنيف اتمر به له دې وروسته ولسي جرګې ته وړاندې کېږي او د باور رايې به ترلاسه کوي. حنيف اتمر همدا راز ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ او د ملي يووالي په حکومت او ولسمشر غني يې ډېر تورونه پورې کړل او د هغه حکومت يې يو ناکامه حکومت وبللو خو د ولسمشريزو ټاکنو وخت په نږدې کېدو سره د حنيف اتمر ټيم وپاشل شو او هغه په ولسمشريزو ټاکنو کې له ګډون انکار وکړ او د څه وخت لپاره نوموړى بېخي ارامه ناست و..

خو په ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر غني تر بريا وروسته، حنيف اتمر غلى و، چې د ولسمشر غني تر لوړې وروسته په يوه اعلاميه کې ولسمشر غني ته مبارکي هم وويله. نوموړى چې تازه د ولسمشر غني له لوري د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير ټاکل شوى دى، د ولسي جرګې څخه به د باور رايې هم ترلاسه کوي.

د يادولو ده چې ولسمشر غني له تېرو څو ورځو راهيسې د کابينې په جوړولو کار پيل کړى دى او هره ورځ وزارتونو، ولايتونو او نورو برخو کې کسان ګماري

د مالیه وزارت لپاره یی عبدالهادي ارغندیوال د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره یی طاهرزهیر کمارلۍ د دې نه علاوه د یو شمېر معینیتونو او ولایتونو ته یی تازه ګمارنې کړي دي.

ولسمشر تازه په یو بیان  کې ویلي دي چې ټوله کابینه به زر تکمیل کړم او کابینې کې به داسې کسان وګمارم چې ملی او سیاسی ملاتړ د ځان سره ولري هغه زیاته کړه کوشش کوي چې داسې خلو ته به  کابینه کې ځاۍ ورکړي چې د اقوامو نمایندګې وکړي.  .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button