هنر او ادب

محمد رفیع څنګه د بالیووډ غوره سندرغاړی سو؟‎

اړوند خبرونه: 

د افغانستان دننه او بهر د هنرمندانو ناوړه وضعیت اندېښنې رامنځته کړې دي

لس هغه افغان هنر مندان چې تاسو یې باید واورئ

د هغو کسانو یو اوږد ليکلړ موجود دی، چي له لاهور څخه  ممبی فلمي صنعت ته تللي او هلته بريالي سوي دي. د دغو کسانو په ډله کي یو هم مشهور سندغاړی محمد رفیع دی.

که څه هم نږدې نیمه پېړۍ کېږي، چي دغه خوږ ژبی سندرغاړی زموږ په منځ کي نه سته ،خو په سندریز ډګر کي يې نوم هغسي ژوندی او د ږغ مینه وال یې د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کي زرهاوو کسانو ته رسیږي.

هغه دغه بریالیتوب ته په اسانۍ نه دی رسیدلی، بلکي د دې ترمخه، چي د ممبی پر هنري اسمان لکه ستوری وځلېږي ډېري شپې يې د موسیقۍ په ریاضت او اوږد انتظار روڼي کړي دي.

د هندي فلمي موسیقۍ په تاریخ کي ۱۹۴۴ميلادي کال د دوو مهمو ټکو له امله ځانګړی ارزښت لري، یو دا چي په دغه کال دمشهور موسیقي ږغوونکي نوشاد علي فلم «رتن» د سېنما پر پرده خپور سو او محمد رفیع له لاهور څخه ممبی ته ولاړی.

مشهور شاعر جاوید اختر په ممبی کي د محمد رفیع  د لومړي هستوګنځای په اړه وايي: «د ممبی د بهنډي بازار په ګڼ مېشته سیمه کي يوه کوچنۍ کوټه د هغه لومړی د اوسېد ځای ؤ، خو هغه مهال هيڅوک نه پوهېدل، چي دلته یو داسي هنرمند اوسي، چي وروسته به یې ږغ د هندوستان تر پولو واوړي

نوشاد له رسنیو سره د یوې مرکې په لړ کي وایی” یوه ورځ له کاردار پروډکشن هاوس څخه دباندي راووتم  یوتنکی ځوان مي  ولیدی، ځوان ماته هغه لیک راکړ، چي لکهنو ته تللی او زما له پلار څخه يې ماته راوړی ؤ، د لیک له لوستلو وروسته مي تنکي ځوان ته وکتل، هغه ډېر عادي راته ورته وویل: «یو چانس خو راکړه!»

هغه وخت (پهلي اپ کي نام)په نامه فلم جوړېدی، په دغه فلم کي محمد رفیع ته له «جي ام دراني او علاؤالدین سره ،چي وروسته د پاکستان فلمي ستوری سو د یوې ګډي سندري ویلو چانس په لاس ورکړ، د سندري مطلع داسي وه «موږ د هندوستانیان یوو، هندوستان زموږ دی.”

د فلمي سندرو په اړه د سرجیت سينګ د لیکلي قاموس له مخي له دغه یاد فلم یو کال وروسته رفیع  ته یوازي د  ۱۰ داسي سندرو ویلو موقع مساعده سوه، چي نیمايي سندري یې د نورو سندرغاړو سره ګډي یا کورس وې، خو له نوشاد سره یې د یوې بلي سندري ثبت ته بشپړ دوه کاله انتظار وکړ.

له بله اړخه طلعت محمود او مکېش نسبتا ژر د بریالیتوب منارونو ته وختل، طلعت محمود تر دې وړاندي په «آل انډیا راډیو لکهنو» کي د «میر، داغ، جګر » او نورو مشهورو شاعرانو دغزلونو د ویلو په سبب ډېر مشهور سوی ؤ.

ممبی ته له رسېدو وروسته  انیل بسواس یوه په زړه پوري سندره ورکړه، ده هم په ډېر کم وخت کي داسي چمتو کړه، چي تر ډېره خلکو اورېدله، د هغي سندري مطلع داسي وه:« اې زړګیه! ما داسي ځای بوزه، چي هلته هیڅوک نه وي.»

د مکېش کېسه هم نژدې دغسي وه، انیل بسواس هغه ته د «دل جلتا هی تو جلنې دې» یوه داسي سندره ورکړه، چي د «سيهګل» غوندي د لوی نوم سندرغاړي يې لاهم ستاینه وکړه.

«انيل بسواس» په دې برخه کي د خپل وخت یو ځانګړی نوم درلود، مګر ځوان رفیع دده «هوکړه» ترلاسه نه کړای سوه.

په دې وخت کي دلیپ کمار او راج کپور په فلمي ډګر کي د اتلانو په څېر وځليدل، نو همدا سبب ؤ، چي رفیع، نوشاد او دلیپ کومار لکه یو هنري مثلث بېلول يې ګران کار ؤ، مګر په ۱۹۴۸مېلادي کال کي د دلیپ کمار او نوشاد په ګډ جوړ سوي فلم «مېله» کي بیا هم د سندرو مرکزي ږغ د مکېش ؤ

په ۱۹۵۱مېلادي کال کي له «دېدار» فلم څخه د ځوان رفیع د بخت ستوری وځلېدی «هوې هم جن کیليې رسوا،نصیب درپه ترې او میري کهاني بهولني والې» هغه مشهوري سندري وې، چي دده د هنري لاري ډېري لوړي ژوري یې هواري کړې.

دانو هغه کلونه ول، چي شنکر جی کشن، مکېش د راج کپور لپاره په «اواره» فلم کي په داسي ډول وکاروی،  چي بالاخره مکېش یومخ د راجکپور ږغ وګرځیدی.

په همدغه کال «ترانه» فلم خپور سو، چي د بسواس موسیقي او د طلعت له سوزه ډک ږغ اورېدونکي په خپل جادوکي را ونغښتل، «سیني می سلګتي هی ارمان، نین ملي نین هويي باورې اور ایک مین هو ایک میري بې بسي» په ډول مشهوري سندري هم په «دېدار» فلم کي د نوشاد او رفیع له زیار څخه کمي نه وې، خو په ۱۹۵۲مېلادي کال کي نورو هیلو ته زړونه په هوا ول، دانو هغه کال ؤ، چي نوشاد د «آن او بېجو باورا» فلمونو لپاره موسیقي جوړوله، دا داسي فلمونه ول، چي د هغوی لپاره د مکېش او طلعت ږغونه مناسب نه ول.

د نوشاد نامې لیکوال راجو بهارتن له نوشاد څخه پوښتنه کړې وه، چي تاسو د «بېجو باورا» فلم لپاره د طلعت پرځای محمد رفیع ولي غوره کړ؟ نوشاد صاحب ورته وویل: «طلعت د غزل په هنر کي ډېر رسېدلی دی، د هغه ږغ خپل ځان ته یو ځانګړی انداز لري، نو که چیري زه د مکېش یا طلعت ږغونه غوره کړم، اړ یم چي د خپلو سندرو د کمپوز لپاره همدغه ځانګړي انداز ته مقید پاته سم، خو د رفیع ږغ بیا هر ډول موسیقۍ او کمپوز ته جوړ دی.»

داځانګړتیا هغه څه وه، چي رفیع ته يې پر نورو ټولو نارینه هنرمندانو خاص امتیاز ورکړی ؤ، ځکه ده د خدای ورکړي استعداد له مخي نیمايي کلاسیکي سندري، غزل، قوالي، بجن، رومانوي او د سندرو نور ډولونه په داسي خوند د موسیقۍ له سرای تال سره زمزمه کولې، چي د هر اورېدونکي پر زړه يې منګولي لګولې.

د بېجو باورا فلم له خپرېدو وروسته د محمد رفیع د شهرت نغارې خپرې سوې، هغه نهه کاله ترمخه د یوې سندري ویلو یوازي لس هندۍ کلداري حق الزحمه اخیستله او له دغه فلم وروسته يې پر يوې سندري دومره کلداري حق الزمه اخیسته لکه څومره، چي  لتامنګیشکر ته ورکول کېده هغه حق الزحمه ۵۰۰ هندۍ کلداري وې.

محمد رفیع  مستي سندري هم د نیمو کلاسیکو سندرو په ډول داسي ښې ویلې، چي تراوسه يې د ده د ږغ مینه وال په مینه اوري، نو همدا سبب ؤ، چي له دې وروسته به د هر کمپوزر  لومړی انتخاب همدی ؤ.

محمد رفیع له خپل هنر سره د لېونۍ میني په خاطر ډېر پیاده مزلونه ووهل، ډېر کلونه تولیدي شرکتونو ته ولاړی راغلی، په وچه ډوډۍ يې ګذاره وکړه خو همت يې له لاسه ورنه کړ، بالاخره د هندي سندرو په ډګر کي يې داسي تاریخ وګټی، چي تر اوسه د غوره سندرغاړو په کتار کي لومړی ځای لري.

په ۲۰۱۳کال کي د هندي سېنما د یوې پېړۍ د بشپړېدو په ویاړ د « سي این این» او « آی بي این» مشهورو چینلونو په همکارۍ «د هندۍ سېنما لوی ږغ»  لپاره یوه سروې وسوه،  په دې سروې کي تر ټولو ډیري رایي رفیع صاحب ګټلي وې.

پر همدې مهال د بي بي سي د اسیايي څانګي په سروې کي دده دغه سندره: « بہاروں پھول برساؤ» لومړی مقام ترلاسه کړ.

لنډه دا،چي تر څو د موسیقۍ او سندرو مینه وال ژوندي وي، د مرحوم رفیع ږغ به د زمانې غبار پټ نه کړي.

ژباړه، محمدابراهیم سپېڅلی، جرمني

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button