نړیوال خبرونه

محمد عبدالکبیر د طالبانو سرپرست حکومت رييس‌الوزرا ټاکل شوی

د طالبانو سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبريالانو ته ویلي: د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر کابل کې د ریاست الوزرا (لومړي وزیر) د سرپرست په توګه ټاکل شوی

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: “محترم مولوي عبدالکبیر صاحب، د ریاست الوزار سرپرست شوی. د یوې موقتې مودې لپاره چې رییس الوزار (محمد حسن) د اختر د رخصتۍ لپاره کندهار ته تللی او بیا ناروغه شوی چې غوښتل یې لږ آرام وکړي.”

نور ولولئ: افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

مجاهد وویل: له همدې کبله د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کارونو کې د هغه (ملا حسن اخوند) کفالت کوي.

محمد عبدالکبیر د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له درو مرستیالانو څخه دی. عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي یې دوه نور مرستیالان دي.

ښاغلی عبدالکبیر د طالبانو حکومت په لومړۍ واکمنۍ کې د وزیرانو د شورا دویم مرستیال او د ننګرهار والي او د ختیځې حوزې مسوول پاتې شوی دی

نوموړی د طالبانو د نورو ګڼو مشرانو په شان د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی.‌

د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند د ۲۰۲۱ ميلادي کال سپتمبر کې د دوی د حکومت تر جوړېدا وروسته په همدې مقام پاتې شوی او د کابل ارګ کې خپلې چارې مخته وړي.

نور ولولئ: یوناما وايي د طالبانو لخوا په میرمنو د کار کولو بندیز غندو خو افغانستان کې د پاتې کیدو ژمنه کوو

په وروستیو میاشتو کې نوموړی ډېر کم لیدل شوی او له څو میاشتو راهیسې د طالبانو د کابینې غونډو په اړه د طالبانو تر واک لاندې رسنیو کې د هغه تر مشرۍ لاندې رپوټونه نه خپرېږي.

ځینې رپوټونه وايي چې د محمد حسن اخوند روغتیايي وضعیت ښه نه دی چې ښاغلي مجاهد یې هم ناروغي تایید کړې ده چې وايي ارام ته اړتیا لري

وروستی ځل په کندهار کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د محمد حسن اخوند د لیدنې انځورونه خپاره شوي دي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو د رياست الوزرا په سطحه د بدلون خبرې کېدې خو نن ذبيح الله مجاهد، د طالبانو سرپرست حکومت وياند دغه ټاکنه تاييد کړه خو ويې نه ويل چې تر کله به محمد عبدالکبير د رييس الوزرا دنده مخته وړي.

نور ولولئ: د طالبانو محکمو د قصاص او سنګسار شاوخوا ۲۰۰ حکمونه صادر کړي

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده هم په کندهار کې دی او تر ډېره بهرني پلاوي کندهار ته سفرونه کوي.‌

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button