ژوندلوبې خبرونه

محمد نبي:ژوند باید خوشاله تېر کړو

دمحمد نبي:ژوند باید خوشاله تېر کړو د کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي ویلی چې زموږ د ژوند هدف خوشحاله اوسېدل دي.او باید مونږ ټول عمر په خوشاله تېر کړو.

ښاغلي نبي چې اوسمهال اسټراليا کې دى،او هلته د بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره به لوبېږي، تازه يې له اسټراليا څخه يو عکس په ټويټر کې خپور کړى دى.له کابل څخه د محمد نبي په ګډون مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال ټول يو ځاى اسټراليا ته تللي و، چې اسټراليا ته له رسېدو وروسته دوى هلته کرنټين شو.او اوسمهال دويي په رسنیو کې خپل عکسونه ورکوي. او لیکنې هم ورسره کوي.

ښاغلي نبي په ټويټر کې تازه يو عکس خپور کړى دى، چې د جوسو ګلاس هم ورسره په لاس کې ليدل کېږي. هغه له دې عکس سره ليکلي دي زموږ د ژوند هدف خوشحاله اوسېدل دي.د محمد نبي دا عکس چې نن سهار يې خپور کړى دى، په ټويټر کې ډېرو خلکو خوښ کړى دى.

محمد نبي:ژوند باید خوشاله تېر کړو
محمد نبي:ژوند باید خوشاله تېر کړو

هېره دې نه وي چې تېره ورځ د کرکټ نړيوالې شورا (ICC)تازه درجه بندي اعلان کړه، چې محمد نبي پکې د الراونډرانو په درجه کې خپل لومړى مقام د تېر په څېر ساتلى، همدا راز نوموړى په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې هم دويم مقام لرونکى الراونډر دى.د (big bash) سيالۍ چې نن د هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ د لومړۍ لوبه ترسره کېدو سره پيلېږي،

د محمد نبي او نور احمد لکڼوال لوبډله ميلبورن رينيګاډز به خپله لومړۍ لوبه د دسمبر په ١٢مه نېټه د پرت سکارچرز لوبډلې په وړاندې په هوبارټ کې ترسره کړي.مجيب ځدران چې له محمد نبي سره يو ځاى اسټراليا ته تللى و، هلته په کورونا ويروس اخته شوى و، خو ويل کېږي چې اوس يې روغتيا ښه ده او ښايي د خپلې لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم شرکت وکړي.دويي فټ دي او ویلي دي چې پوره هڅه کوي چې ښه پرفامنس سره لوبه وکړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button