لوبې خبرونه

محمد نبي د کپتانی څخه استعفاء ورکړه

د شل اوریزو لوبو لپاره د ملي لوبډلې کپتان

د ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر محمد نبي له لوبډلمشرۍ لاس په سر شو؛ هغه وایي چې له یو کال راهیسې مې چا خبرې ته غوږ نه نه نېوه او د لوبډلې توازن ته یې زیان اړولی و.

محمد نبي په همدې تړاو په خپله فیسبوکپاڼه پوسټ کړی او مینه وال یې خبر کړي، چې له لوبډلې سره څه روان دي؛ خو دا هم وایم چې اوس له لوبو د تقاعد اخیستلو نیت نلري. هغه لیکلي:((مونږ لپاره هم نړیوال جام پای ته ورسېد؛ او پوهیږم چې د ګرانو هېوادوالو او مینه‌والو له توقع سره سمه کارکردگي مو ونکړه. ستاسو ټولو په څېر؛ زه او ټوله لوبډله هم خفه او غمجن یو.))

  نور یی ولوله | د راشد خان ستر ارمان څه دی؟

  نور یی ولوله | وواټساپ د ټولو غوره اپلیکیشن دی

سفرونو د بورډ اداره ښه کړې ده

هغه وایي:((دا د یادونې وړ بولم چې له تېر یو کال راهیسې د لوبډلې چمتووالی هم هغسې نه وو شوی څه ډول چې په کار وو او د یوه لوبډلمشر په توگه زما پرې اصرار وو او نړیوالو سیالیو ته برابرې لوبډلې ضرورت وو او تر څنگ یې وروستیو څو سفرونو کې د بورډ د منجمنټ، غوراوي کمیټې او زما په یوه نظر نه اوسېدل هم د ټیم بیلانس ته زیان رسولی وو.))

او زیاتوي:((په همدې اساس ټولو ته په پوره درنښت؛ له همدې لحظې د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه استعفاء ورکوم او فقط د یوه عادي لوبغاړي په توګه به خپل کرکټ ته ادامه ورکوم

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button