لوبې

محمد نبي: موږ پوهېدو چې اخره کې هیټران لرو

افغانستان بنګله دېش ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه

افغانستان د اسیا جام په خپله دویمه لوبه کې د بنګله دیش لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې مجیب زبردسته توپ اچونه او نجیب چټکه توپوهنه ترسره کړه چې افغانستان یې بریالی کړ.

د لوبې له ګټلو وروسته محمد نبي وویل چې ټول پوهېږي چې موږ د راشد او مجیب غوندې غوره سپینران لرو او هغوی له پیله لوبه کنټرول کړه. نوموړي زیاته کړه، چې په توپوهنه کې موږ هڅه وکړه، چې ژر ویکټې له لاسه ورنکړو، ځکه ټول پوهېږي چې په وروستیو اورونو کې موږ هیټران لرو او هغوی همداسې وکړل.

ور یی ولوله | د پاکستان سیلاب ځپلو سره د متحده عربی امارت مرستې دوام لري

ور یی ولوله | ظالبانو باندې د ملګري ملتونو بندیزونه

د بایلونکې لوبډلې لوبډلمشر شکیب الحسن په خپلو خبرو کې وویل، چې دا سخته وي چې ته په لومړیو ۷-۸ اورونو کې څلور ویکټې له لاسه ورکړې. هغه زیاته کړه، خو موږ په خپلو بالرانو باور درلود او هغوی په توپ اچونه هم وکړه، یو وخت خو لوبه زموږ په ګټه روانه وه، خو افغانستان ښه توپوهنه وکړه، موږ پوهېږو چې نجیب ډېر خطرناک توپوهونکی دی.

همدا راز نجیب الله ځدراڼ په خپلو خبرو کې وویل، چې هغه ته ویل شوي و، چې د یو څو بالونو لوبولو وروسته دې خپله عادي لوبه وکړي او هغه هم همداسې وکړل. د یادولو وړ ده، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه مجیب الرحمان او د غوره کیچ نیولو جایزه ابراهیم ځدراڼ ترلاسه کړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button