لوبې

محمد نبي کلکتې لوبډلې واخيست

د هند کرېکټ غوره ليګ سږنيو سياليو لپاره مزايده کې د شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الرونډر محمد نبي چې د افغانستان لپاره لوبه کوي، کلکتې لوبډلې په ۱۰ ميليونه هندۍ روپيو چې شاوخوا ۱۳۰ رزه ډالر کېږي واخيست. محمد نبي له تېرو پنځو کلونو د سنرايزر حیدر اباد لوبډلې لپاره سيالي کوله.

د دغو سياليو لپاره د مزايدې لومړي پړاو کې د محمد نبي په ګډون ځينې مشهور لوبغاړي نه وو پېرل شوي. نن يکشنبه (۱۳) نېټه يې درېيم پړاو ترسره شو. د هند کرېکټ غوره ليګ سږنيو سياليو کې به د راشد خان په ګډون څلور لوبغاړي، محمد نبي، نور احمد لکڼوال او فضل الحق فاروقي ګډون کوي،

د افغانستان فضل الحق فاروقي په پنځه ميليونه هندۍ روپيو چې شاوخوا ۶۶ زره ډالر کېږي سنرايزر حيدر اباد لوبډلې پېرلی دی. نور احمد لکڼوال چې ۱۷ کاله عمر لري کجرات لوبډلې د دري میلیونه هندۍ روپيو يا نژدې ۴۰ زره ډالرو په ارزښت وپېره. نوموړی به د هند په غوره ليګ کې تر ټولو د کم عمر لوبغاړی وي چې په سياليو کې ګډون کوي.

نور یی ولوله | د مڼې له دې حیرانوونکو ګټو هم خبر شئ

نور احمد د نولس کلونو نړيوالو جام سياليو کې افغانستان لپاره لوبې وکړې چې د وېکټو اخيستو تر څنګ يې د منډو جوړولو برخه کې هم خپله وړتيا وښوده. د هند غوره ليګ سږنيو سياليو کې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي. ټاکل شوې سيالۍ د راتلونکې مارچ مايشتې په وروستيو کې پيل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button