لوبې خبرونه

محمد نبي یو ځل بیا خپل ټیملپاره ښه توپوهنه ترسره کړه

نبي پرون شپه په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ښه توپوهنه ترسره کړه، همدا راز توپ اچونه کې یې هم ډېرې کمې منډې ورکړې، چې لوبډلې یې دویمه بریا خپله کړه او نوموړي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

د ویټالیټي بلاسټ دا سیالۍ د لنکاشایر او نارتهمپټن شایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پیل کې لنکاشایر پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.لنکاشایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې سټیون کرافټ ۳۵ ناسوځېدلې، ډین ویلاس ۲۵ او الیکس دیویس ۲۳ منډې وکړې. د نارتهمپټن شایر له خوا وین پارنیل ۲، بین سنډرسن، ګریم وایټ او برینډن ګلور ۱-۱ ویکټ واخیستې. محمد نبي ۴ اورونو کې یوازې ۱۸ منډې ورکړې، خو کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.

img 20210626 104847

د ۱۳۱ هدف نارتهمپټن شایر په ۱۸.۲ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د دوی له خوا ریکارډو واسکونسیلوس ۴۱، محمد نبي ۲۷ ناسوځېدلې، وین پارنیل ۲۵ او روغ کیغ هم ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا د نارتهمپټن شایر دویمه بریا وه چې خپله یې کړه، ښاغلي نبي ته د ښې لوبې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.په ویټالیټي بلاسټ کې پرون د قېس احمد لوبډلې کینټ هم له ایسیکس سره لوبه ترسره کړه چې د ډي ایل قانون له مخې یې د ۲۸ منډو په توپیر بریا خپله کړه، خو قېس یوازې په توپوهنه کې ۷ منډې ترلاسه کړې.

همدا راز د نوین الحق لوبډلې لیسټر شایر بیا له یارکشایر سره لوبه ترسره کړه، چې لیسټر شایر د ۳۴ منډو په توپیر لوبه وګټله. نوین الحق په ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او ۱ ویکټ یې واخیسته.نو همدا لامل شو چې د نبی ښه بیټنګ سره خپل ټیم ته بریا ور په برخه کړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button