ژوند او ټولنه

محکمې هغه سړی سپین بللی چې خپله ناروغه ښځه یې وژلي وه

محکمې هغه مېړه د قتل په قضیه کې سپين بللی چې خپله سخته ناروغه ښځه یې وژلې

په قبرص کې محکمې هغه بریتانوی مېړه د قتل په قضیه کې سپين بللی چې خپله سخته ناروغه ښځه یې وژلې.

۷۶ کلن ډېوېډ هنټر د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې د قبرص پاپوس ته نږدې په خپل کور کې د خپلې ۷۴ کلنې ښځې جانيس هنټر مرۍ خپه کړې وه.

د کانونو په برخه کې کار کوونکی دغه تقاعد شوي سړي محکمې ته ویلي چې ښځه یې د وینې پر سرطان اخته وه او ده ته یې زارۍ کړې وه چې له دې کړاوه دې خلاصه کړي.

له هغې سره په ځان وژنه کې مرسته

ډېوېډ ادعا کړې چې خپله ښځه یې وژلې نه ده بلکې له هغې سره یې یواې په ځان‌وژنه کې مرسته کړې ده. که څه هم محکمې د دې قضیې د اورېدنې په پای کې هغه له دې قتل سپين وباله خو د “نا قصدي” وژنې مرتکب یې ګڼلی دی.

ده ته د جزا ورکولو وروستۍ پرېکړه به د روانې جولايي میاشتې پر ۲۷مه نېټه واورول شي.

نور ولولئ: د خپلو ماشومانو د وژنې په تور نیول شوې مېرمن وبښل شوه

د ډېوېډ وکیل په محکمه کې ټينګار کاوه چې د جانیس مړینې ته د وژنې نوم نه شي ورکول کېدای ځکه چې په وینا یې، هغې په خپله له مېړه داسې غوښتي وو.‌

په محاکمه کې ښکېلو درو قاضیانو چې کله دا پرېکړه په ډاګه کوله نو ډېوېډ خپل وکیل ته غاړه ورکړه او بي بي سي ته یې وویل چې “ډېر خوشاله دی”.

د ډېوېډ وکیل مایکل پولاک ویلي، د دې پرېکړې مانا دا ده چې موکل ته به یې لږه سزا ورکړل شي او خپلې لور ته بریتانیا ته ورګرځېدلی شي.

د دغه وکیل په خبره، موکل یې “د داسې څه کولو اراده یا پلان نه درلود خو چې خپله ښځه یې په سخت تکلیف کې لیدله نو هماغه شېبه دې پرېکړې ته مجبور شوی و”

ډیوېډ وايي، هغه مې ملګري هم وه

د ډېوېډ هنټر وکیل مایکل پولاک ویلي، قاضیانو ومنله چې ډېوېډ او جانیس له ۵۰ کلونو راهیسې ګډ ژوند درلود او تر منځ‌ یې د ډېرې مینې اړیکه وه. خو د هغې ورځې په سهار یې ښځې ډېوېډ ته ویلي وو چې “زما ژوند نور ختم کړه”

وکیل وايي، کله چې قاضیانو د ده موکل له وژنې سپين وباله نو ډېوېډ نه د ډېرې خوشالۍ له کبله خبرې ورکې وې او له ډېرې ستړیا یې خوله خندا ته نه جوړېدله، ځکه چې “هغه له درو څلورو ورځو هېڅ خوب نه و کړی”

په تېره مې میاشت کې ډېوېډ محکمې ته ویلي وو چې ښځې یې له پنځو-شپږو اوونیو راهیسې زارۍ ورته کولې چې له دې کړاوه په خلاصون کې دې مرسته ورسره وکړي.

په محکمه کې د بیان ورکولو پر مهال ډېوېډ په ژړا شو او ویې ویل چې “که ښځې مې نه وای راته ویلي نو په سلګونه زرو کلونو کې به مې هم داسې څه نه وو کړي”.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button