مدني فعالانې:دهرڅه نه زیاته سوله مهمه ده

مدني فعالانې وايي دهرڅه نه مونږته زیاته سوله مهمه ده په څو ورځو کې پر سوشل ميډیا د یو شمېر فعالانو له خوا د ښځینوو د هویت د ښکاره کولو لپاره کمپاینونه شروع شوې ده،دويي غواړي چې ټولو اسنادو کې د مور نوم ذکر شي،
په سوشل ميډیا دا پوسټونه دیوشمېر خلکو له خوا نشریګي، خو یو شمېر یې مخالف هم دي او په خاص ډوول یې د طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو د منفي اغېز لامل هم بولي.د افغانستان یو شمېر فعالو او باسېوادو پېغلو لا له وړاندې د ښځو د هویت ښکاره کولو ملاتړ کاوه او دې برخه کې یې کمپاینونه هم کړي، خو اوس مهال یو شمېر نورې پېغلې دا کمپاینونه د سولې په حساس پړاو منفي بولي.
یوي ځوانې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل ، چې د سولې په اوسني حساسوخت کې باید ښځو د هویت ښکاره کولو موضوع په شا شي ، نوموړې پر دې باور ده چې دا به د سولې پر خبرو خراب اغېزه ولري، هغه زیاتوي چې د باسېوادو مېرمنو هویت نه شي اخوا کېدی د هغوی هویت هسې هم ښکاره دی، هغه مېرمنې چې په حجابونو کې ګرځي هویت یې کم دی هغوی چې زده کړې نه لري، وخت ورته په کار دی، څو زده کړې وکړي او تر ټولو مهمه دا چې د سولې په شرایطو کې باید داسې خبرې رابر سېره نشي،
دا چې افغانستان طالبانو سره د سولې د هوکړې په درشل کې دی، د ښځو د هویت ښکاره کولو مخالفین د ښځوو د هویت په ډاګه کول د اوس لپاره اغېزمن نه بولي، دوی باوري دي چې دا طالبانو سره د سولې خبرې ټکنۍ کوي.طالبان هغه ډله وه چې پر افغانستان د خپلې واکمنۍ په پېر کې یې د جونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي وو او ښځې یې په کورونو کې بندې ساتلې وې. چې هغه دوره د افغان ښځو لپاره د تورې دورې په نوم یادیږي.
بل خوا هغوی چې د ښځو د هویت په ډاګه کولو څخه ملاتړ کوي، بېلابېل دلیلونه وړاندې کوي.د کندهار پوهنتون ښوونکې اغلې محبوبې اکبر د ښځو د هویت د ښکاره کولو په تړاو خبریال وېب پاڼې ته وویل، ” نو په قران کریم کې چې د بي بي فاطمې، بي بي خدیجې او بي بي مریم نومونه ذکر شوي، زموږ نوم یا زموږ د مور نوم ذکر کول څه ګناه لري؟ موږ ته نه په شریعت که خنډ شته نه په عرف کې، موږ یوازې د زړو او پخوانیو فکرونو په ځنځیرونو کې ځانونه تړلي، دا به موږ ته لوی چانس وي که زموږ دا خبره ومنل شي.”
رمونږ مبارک دین اسلام کې هم د ښځینوو پر نومونو او هویت ښکاره کولو کوم بندیز نشته او نه هم د اسلام په تاریخ کې د ښځینوو هویت پټه پاتې شوې.د افغانستان په څېر په یوه مذهبي او دویزه ټولنه کې د ښځینوو نوم اخیستل شرم ګڼل کیږي او خلک د ښځو پر نوم یادولو سره تڼۍ په تڼۍ کیږي.
یوه بله پېغله خالده مایار د ښځوو د هویت پټ ساتل یو بې ځایه عنعنه بولي، نوموړې وایي،د ښځو نوم باید ولیکل شي او د ښځو د نوم یادولو شرم باید له منځه ولاړ شي، نوموړې وایي کله چې پلار نه وي مور نه شي کولی بې له وثیقې نه د ماشوم ملکیت یې نه ثابتیږي، نو ضرور وي چې د ماشوم کاکا یا ماما موجود وي.”په برحاله حکومت کې د ښځو ونډه تر پخوا زیاته شوې
اوس وخا باید ټول سولې لپاره وقف کړی شي او د بلې هرې موضوع نه زیات وخت سولې ته ډېر وړکړل شي ځکه افغانستان کې چې سوله وي نو هزڅه به وشي که سوله نه وي نو د ښځو خو پرېګده د سړو هویت به موم هم نه وي معلوم نو اوس باید دا موضوغ پزېښودلۍ شي او سولې ته طیات کار وشي،