نړیوال خبرونه

مذاکراتي ټیمونه را روانه شنبه د خبرو آجنډا باندې خبرې کوي

دمذاکراتي ټیمونه را روانه شنبه د خبرو آجنډا باندې خبرې کوي. افغان حکومتی پلاوی وایي د سولې د خبرو لپاره یې له مقابل لوري سره پر اجنډا بحثونه پیل شوي او را روانه شنبه به د دواړو پلاوو کاري کمېټې د سولې خبرو د آجنډا د ټاکلو لپاره سره خبرې وکړي

دوحه کې د دواړوخواو د پلاوو ویاندویانو خبر ورکړ چې د سولې خبرو اترو په چوکاټ کې هوکړې ته رسېدلي او د سولې خبرو د آجنډا د معلومولو لپاره یې ګډه کمېټه جوړه کړې ده.کمېټې به هغه موارد په نښه کړي چې دواړه غاړې پرې باید د سولې د خبرو پر مهال وغږیږي.د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی وایي کاري کمېټې به را روانه شنبه پر مواردو او اجنډا خبلې وکړي او تر ټولو مهمه مسله د اوربند ده چې موږ به یې په آجنډا کې خاص ځای ولري.

قطر کې یو شمېر سرچینې وایي، طالبانو سره د امریکا مذاکراتي پلاوی د افغانانو هوډ، د مرکچي پلاوو هوکړه لیکونه او د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه د سولې د خبرو بنسټ بولي.افغان حکومت، ملګرو ملتونو، امریکا متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې، ناټو، برېټانیا، فرانسې، پاکستان او یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو دوحه کې د مرکچي پلاوو تر منځ د شوې هوکړې نه هرکلی کړی.

د افغانستان عام ولس ، نړیواله ټولنه او بهرني هېوادونه له طالبانو په کلکه غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او پر اوربند سلا وکړي، خو طالبان تمه ښيي چې د سولې خبرو له پیل سره سم د دوی ځیني بندیان ازاد شي او د ملګرو ملتونو له تور لېست وویستل شي.تر څو د خبرو لپاره فضا نوره هم پراښه شي.

مذاکراتي ټیمونه را روانه شنبه د خبرو آجنډا باندې خبرې کوي
مذاکراتي ټیمونه را روانه شنبه د خبرو آجنډا باندې خبرې کوي

بلخوا بیا دوحه کې د مذاکراتي پلاوو تر منځ له اوږدې مودې را هیسې خبرې او اړیکې په ټپه درېدلې وې، د سولې مذاکراتو له پیل غونډې سره سم چې د سپټمبر پر ١٢مه په دوحه کې پرانیستل شوه، افغانانو د ژر اوربند او سولې هیله او تمه درلوده خو د ټولو تمو خلاف رسمي مذاکرات او د سولې هوکړه دې ځای ته را ورسېده، چې څو میاشتې یې په بر کې ونیولې، لا هم معلومه نه ده چې مذاکراتي پلاوي به کله سره هوکړې او دایمی سولې ته ورسیږي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button