ژوند او ټولنه

مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي مخنیوي طرحه تصویب شوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي مخنیوي لپاره پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنیوي په موخه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی دی. په دغه پرېکړه‌لیک کې چې د ۲۸ تایید، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رایو سره تصویر شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.

دا طرحه د اسلامي هېوادونو په استازیتوب پاکستان وړاندې کړي وه

دغه پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا کې د اسلامي هېوادونو په استازیتوب د پاکستان د استازولۍ له لوري وړاندې شوی و. په دې شورا کې د افغانستان استازولۍ هم پرون په خپله غونډه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره غوښتنه کړې وه چې د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوي مخه باید ونیول شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازولۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوي وو: «له بده مرغه قرآن کریم او نورو دیني متونو ته د سپکاوي لړۍ دوام لري. دغه کار په قصدي ډول د میلیونونو کسانو مذهبي احساسات را پاروي او ورته زیان رسوي.»

نور ولولئ: د راسموس پالودان د قرآن سوځولو پر ضد لاریونونه روان دي

یاد پرېکړه‌لیک له هغه وروسته تصویب شوی چې یوه عراقي‌الاصله سويډني تېره اوونۍ په سویډن کې د قرآن‌ کریم ځینې برخې وسوځولې. دغه کار د طالبانو په ګډون، د بېلابېلو هېوادونو له توند غبرګون سره مخامخ شو.

د قرآن کریم د سوزونې په غبرګون کې د طالبانو غبرګون

طالبانو د دې پېښې په غبرګون کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د سویډن اړوند ټولو بنسټونو فعالیتونه وځنډوي. د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې فعالیت هم وځنډېده چې له کبله یې نږدې دوه میلیونه افغانان له روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو څخه چې د دې کمېټې له لوري وړاندې کېدل، بې‌برخې شول.

که څه هم د سویډن کمېټې ټینګار وکړ چې د افغانانو ارزښتونو ته درناوی لري او غوښتنه یې وکړه چې فعالیت یې دوام ومومي، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې برخه کې پر خپل دریځ ولاړ دی.

د طالبانو ویاند د ویاند مرستیال بلال کریمي په اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «موږ تر اوسه د اسلامي امارت په فرمان کې پر راغلي متن بسنه کوو چې په هغه کې د سویډن هېواد د ټولو اړوندو بنسټونو د فعالیتونو ځنډېدو امر ورکړل شو او دغه امر تر اوسه د پلي کېدو وړ دی.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button