نړیوال خبرونه

مراکش کې یوې میرمنې ۹ ماشومان زیږولي

یوې مور په مراکش کې د سه شنبې په ورځ مۍ څلورمه (غوایي ۱۴) نهه ماشومان وزیږول چې پنځه يې نجونې او څلور یې هلکان دي.دا په نړی کې اوسمهال تر ټولو ډېر ماشومان دي چې یوه مور وزېږول د دې نه وړاندې هم دا ډول ډېر ماشومان زېږدول شوي دي.

حلیمه سیس ۲۵کلنه او د مالي هیواد تبعه ده. هغه وایي په مراکش او مالي کې د ډاکترانو د تشخیص او تلویزیوني معایناتو په اساس دوی د اوو ماشومانو زیږد ته په تمه وو.د مسولو ډاکترانو په وینا دغه ماشومان د زیږیدو د ټاکلې مودې څخه ۱۰اونۍ دمخه د سزارین جراحي عملیاتو له لارې زیږیدلي دي.خو اوس چې کل دا ماشومان پیدا شول نو ټول ٩ ماشومان ول.

د حلیمې امیندواري حتی د مالي هیواد د مشرانو پام هم ځانته اړولی و. کله چې ډاکترانو د مارچ په میاشت کې وویل چې هغه جدي څارنې ته اړتیا لري، د مالي هیواد مقاماتو هغه مراکش ته انتقال کړه.اوسمهال ېې دمور صحتډېر ښه دی اودنورمالحالاتو کې ژوند کوي. نوموړې اوس ښه د کور کارونه هم کولی شي.

fb img 1620360023912

د ډاکترانو په وینا نهه ګوني یوه ډیره بیسارې پدیده ده او اغلباً ماشومان د روغتیایي اختلاطاتو په وجه ژوندي نه زیږیږي. داسې ښکاري چې لومړی ځل دی چې یوه ښځه پر یو وخت نهه ماشومان زیږوي.خو ډاکټران هم وایچې دا یوه عجوبه ده او خلک ېې هیران کړی دی

له دې دمخه د امریکا په متحده ایالاتو کې نادیه سلیمان اته ماشومان زیږولي وو چې د ټاکلې مودې څخه نهه اونۍ مخکې زیږیدلي وو او ټول سالم وو.ګاونډي هیواد پاکستان کې هم یوه مور پینځه هلکان زېړدولي وو او ټول سالم پاتې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button