نړیوال خبرونه

مزارشریف کې د دیني عالمانو په غونډه کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار

په مزارشریف کې د دیني عالمانو غونډه

بلخ کې یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو نن (یکشنبې د لړم په لومړۍ نېټه) په یوه ناسته کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. 

ديني عالمان

ديني عالمان او قومي مشران زیاتوي چې ټول قومونه باید په حکومت کې ونډه ولري. دیني عالم مبلغ وايي:«ټول قومونه که پښتانه دي که ازبیک دي او یا هم تاجیک، هزاره او هر بل قوم چې وي د خپلې ونډې په اندازه هغوی دې په خپل څنګ کې ونیسي

نور یی ولوله | د افغانستان د کار قانون

نور یی ولوله | د شاهین افریدی یارکر ګربز څنګه ټپي کړ؟

په همدې حال، یو شمېر قومي مشران له اسلامي امارته غواړي چې د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي. قومي مشر محمد یونس ایوبي وویل:«بې کاري ده کارو بار او د دندې رامنځته کولو په برخه کې دې پاملرنه وکړي چې زموږ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت

ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ځينې چارواکي وايي چې حکومت به د ټولو هېوادوالو د حقونو ساتنه وکړي. تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي چې حکومت کې ټولو قومونو ته ځای ورکړل شوی دی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button