افغانستانسیمه

مسکو: افغانستان او ګاونډ په هېڅ بهانه د بهرنیو ځواکونو حضور نه شو منلی

اړوند خبرونه:

د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په افغانستان او ګاونډ کې یې په هیڅ پلمه یا بهانه ورته د بهرنیو پوځیانو حضور د منلو نه دی

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه غونډه نن (سې شنبې) په مسکو کې د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په وینا پرانیستل شوه.

لاوروف غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور د نویو جګړو اور بلولی شي.

لاوروف، چې اشاره یې د بګرام په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته وه، وویل چې د افغانستان او د د هغه د ګاونډیو هیوادونو په خاوره کې په هره پلمه د درېمګړي هیواد پوځي حضور د منلو نه دی.

په غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د طالبانو د حکومت او د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم، چې پرون ماښام په دې مشورتي غونډه کې د ګډون په هدف مسکو ته لاړ، په دې ناسته کې برخه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې دې غونډې ته د بیلاروس یو پلاوی هم بلل شوی دی.

روسي رسنیو له هغې ډلې انټرفاکس ویلي، ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.

مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې د غونډو ډېر تمرکز یې له افغانستان سره پر اړوندو مسلو وي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button