Uncategorized

مسکو: طالبان په رسمیت نه پېژنو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبان بشر حقونه نقضوي او په رسمیت یې ځکه نه پېژني

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، مسکو طالبان له دې امله په رسمیت نه پېژني چې له بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو سرغړونې کوي او د ټولګډونه حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي.

سرگي لاوروف دا رنګه د طالبانو پر ضد ټلوالو څخه غوښتنه وکړه، چې «سوله‌ییزه» تګلاره دې خپله کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مریم رحمتي د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د طالبانو ټول حکومت له یوې مخې له «طالبانو» جوړ دی او نور قومونه لکه هزاره، تاجکان او ازبکان په کې برخه نه لري.

کابلوف: طالبان ټول ګدونه حکومت جوړول نه غواړي

طالبان باید دیني او مذهبي انډول وساتي

هغه دا رنګه وویل، د طالبانو په حکومت کې یوازې د ټولو قومونو برخه اخیستنه شرط نه ده؛ بلکې هلته دیني او مذهبي انډول هم باید له پامه ونه غورځول شي.

نور ولولئ:  امیر‌خان متقي له مسکو مننه کړي چې دوی ته په نړیوالو ناستو کې کمپاین کوي

نور ولولئ:  د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه غونډه کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د طالبانو یر ضد جوړې شوې ټلوالې چې د هغه په خبره دا مهال د افغانستان په شمال کې فعاله دي، د دې څرګندونه نه کوي چې له دغې ‌ډلې سره دې خبرو ته کېني؛ خو په دې برخه کې باید لا ډېره هڅه وشي.

the taliban
د طالبانو د امربالمعروف ملایان

ښاغلي لاوروف د طالبانو ضد ټلوالې څخه هم غوښتنه وکړه، چې هغوی دې «سوله‌ییزو» خبرو ته وهڅوي.

د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله په اړه د مسکو نظر

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځلې بیا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا د پخواني رییس عبدالله عبدالله یادونه هم وکړه چې دا مهال په کابل کې دي او هغوی هیله لري چې سمې لارې ته د خپل هېواد د سمولو په چاره کې مرسته وکړي.

د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یوه اونۍ مخکې هم ویلي و، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه دې د یو پول حیثیت غوره کړي.

سرګي لاوروف د حامد کرزي او عبدالله عبدالله د یادولو تر څنګ طالبانو ته سپارښتنه وکړه، چې نورې سیاسي ډلې دې هم په حکومتولۍ کې ورګډې کړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د مسکو د ټولګډونه حکومت د جوړولو وړاندیز رد کړی او خپل اوسنې ګډوله چې د حکومت په نوم یې یادونې، مرکزي او له هر چا جوړ حکومت بللی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button