مشهوره سندرغاړي په مالیاتي درغلۍ کې اووه نیم میلیونه یورو جریمه شوه
هغې منلي ده چې اووه نیم میلیونه یورو جریمه به ورکوي، خو چې له بنده وژغورل شي
اوس دلته خبره داده چې ۴۶ کلنه شکیرا دومره ډېرې جریمې ورکولو ته غاړه ایښي ده، نو ددې جرم به دومره لوی وي چې هغه دې پر دې جریمه سربېره زنداني هم شي.
مشهورې کولمبیایۍ پاپ سندرغاړې شکیرا د مالیاتي درغلۍ په یوه قضیه کې محکمې ته له حاضرېدو لږ مخکې د اسپانیا له څارنوالۍ سره جوړجاړي او هوکړې ته رسېدلې ده. که دا نه وی شوي، څارنوالانو هغې ته د نږدې ۲۴ میلیون یورو جریمې او ۸ کاله بند غوښتنه کړې وه. شکیرا د بارسلونا په یوه محکمه کې د څلوارلس نیم میلیون یورو مالیاتي درغلۍ له تورونو سره مخامخ وه.
د خپلو ماشومانو په خاطر یې دې پرېکړې ته غاړه ايښي ده
هغې په وار وار دا تورونه رد کړي، خو اوس وايي دې هوکړې ته یې د خپلو ماشومانو لپاره غاړه ایښې.
دې پېژندل شوې سندرغاړې یوه نسبتآ اوږد بیان کې ویلي ماشومانو یې نه غوښتل چې “مور یې خپله شخصي هوساینه د دې مبارزې قرباني کړي.”
شکیرا تر دې مخکې د څارنوالانو لخوا وړاندیز شوې هوکړه رد او پرېکړه کړې وه چې د دې پر ځای به محاکمې ته حاضرېږي.
نور ولولئ: پاکستان کې د افغان هنرمندانو نامعلوم برخلیک
نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال غوره افغان سندرغاړي
هغې ویلي “ما د خپل ټول مسلکي ژوند په اوږدو کې تل هڅه کړې سم کارونه وکړم او نورو ته یوه مثبته بېلګه واوسم.”
نوموړې په خپاره کړي بیان کې زیاته کړې “په خواشینۍ سره او له دغو هڅو سره سره اسپانیا کې مالیاتي چارواکو زما خلاف هم د ګڼو نورو مسلکي ورزشکارانو او نورو پېژندل شویو اشخاصو په څېر داسې یوه قضیه پرانیستې، چې په یوه ځل د کلونو کلونو لپاره د خلکو انرژي، وخت او روڼتیا لمنځه وړي.”
شکیرا ویلي،”ما پتیېلې وه چې په محکمه کې د خپلې بېګناهۍ دفاع وکړم او وکیلان مې باورمن وو چې فیصله به زما په ګټه وي”.
خو نوموړې وايي بالاخره یې د خپلو ماشومانو لپاره چې نه یې غوښتل مور یې په دې مبارزه کې خپله هوساینه قرباني کړي، دې هوکړې ته غاړه کېښوده.
د مالیاتي درغلۍ په اړه نور جزیات
څارنوالانو ادعا کوله چې هغه د دغو کلونو ترمنځ په اسپانیا کې اوسېده، خو د استوګنې اصلي ځای یې بل ثبت کړی و.
د اسپانیا د قانون له مخې که څوک له شپږو میاشتو ډېر دغلته اوسي، نو مالیاتي حساب ورسره کېدای شي.
خو شکیرا وايي په دې موده کې یې ډېره استوګنه له اسپانیا بهر وه.
څارنوالانو په جولای کې یوه سند خپور کړ، چې ادعا پکې شوې چې هغې په ۲۰۱۲ کال بارسلونا کې یو کور اخیستی او بیا همدلته له خپل پخواني ملګري ‘جرارډ پيکې’ سره چې د بارسلونا فوټبال لوبډلې مشهور لوبغاړی و، اوسېده.
خو د شکیرا وکیلان وايي چې تر ۲۰۱۴ پورې د هغې ډېر عاید له نړیوالو سفرونو و او دا چې ډېر وخت یې هم له اسپانیا بهر تېراوه.
شکیرا په ۲۰۱۵ کال کې اسپانیا د مالیاتي موخو لپاره د خپلې اصلي استوګنې ځای اعلان کړ.