ټکنالوجي

مصنوعي ځیرکتیا به د بشري قوې ځای ونیسي؟

د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي په چټکۍ سره د انسانانو دندې پر غاړه اخلي او له همدې امله ګڼ شمېر کسان بې کاره کېږي

نړیوالې کمپنۍ، شرکتونه او تولیدي صنعت په دې هڅه کې دي چې اکثره چارې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ مدیریت کړي.

له همدې امله په نړۍ کې په دې باره کې متخصصین، کارپوهان او د ټولنې نور وګړي اندېښمن دي.

afghan (30)
مصنوعي ځیرکتیا به د بشري قوې ځای ونیسي؟

مصنوعي ځیرکتیا څه شی ده؟

د مصنوعي ځیرکتیا اصطلاح هر هغه څه ته کارول کېږي چې د کمپیوټر په واسطه د انسان د ماغزو، وړتیا، انتقادي فکر، فیصله کول او نورو فعالیتونو په څېر کار کوي. مصنوعي ځیرکتیا د انسان په څېر فعالیت کوي او دننه همداسې پېچلی جوړښت لري.

مصنوعي ځیرکتیا د تحلیل، مشاهدې، د میکانیزمونو کنټرول، کمپیوټري لید، درجه بندي کول، ډیټا تحلیل او د فزیکي کار وړتیاوې لري.

afghan (31)
مصنوعي ځیرکتیا به د بشري قوې ځای ونیسي؟

د مصنوعي ځیرکتیا دندې

په نړۍ کې هغه کمپنۍ چې په خوا یې په تولید، ډیزاین، ډیټا تحلیل، د ماشین ادار کول، کنټرول، څارنه او نورو زیاتو برخو ګڼ متخصصین ګومارلي وو او په دې برخه یې زیات لګښتونه کول، خو نن یې پر ځای له مصنوعي ځیرکتیا کار اخیستل کېږي.

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د مصنوعي ځیرکتیا غوره چټ‌بوټونه

نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مړو ته ډیجيټلي ژوند د ورکولو هڅې

نور ولولئ: مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟

مصنوعي ځیرکتیا او اړوند روباټونه ځکه مؤثر دي، چې په دغه لویو شرکتونو کې نه معاشونه اخلي، نه خوراک کوي، نه ستونزه پېژني، نه چل کوي او نه هم ستړیا پېژني.

afghan (32)
مصنوعي ځیرکتیا به د بشري قوې ځای ونیسي؟

که غواړو چې ځانونه له نړۍ سره سیال کړو، نو موږ افغانان باید په دې برخه کې زده کړې وکړو او ځانونه ورسوو.

د بهرنۍ سوداګرۍ زده کړې او کار

۱. برېښنا سوداګري E-Commerce او لوجستیک: د انلاین کاروبار مخ پر ودې بهیر ته په کتو سره اټکل کېږي چې دغه سکتور به هم په راتلونکو څو کلونو کې ډېر کاري فرصتونه وپنځوي. په دې برخه کې په ځانګړې توګه د سپلای چاین منجمنټ یا عرضې د زنځیر مدیریت برخه کې مهارتونو او روزنې ته اړتیا ده.

afghan (33)
مصنوعي ځیرکتیا به د بشري قوې ځای ونیسي؟

۲. روغتیا: په دې سکتور کې څو خبرې دي. لومړی دا چې اټکل کېږي چې په پرمختللو هېوادونو کې د نفوسو د زړښت له وجې به په راتلونکو لسو کلونو کې ډېرو روغتیايي متخصصینو لکه ډاکټرانو، نرسانو او تکنېشنانو ته اړتیا زیاته شي. د کار په اړه د ورلډ ایکانومیک د راپور له مخې په اروپا کې روغتیايي سکتور د هغو سکتورنو په ډله کې راځي چې د مسلکي کسانو له قحطۍ سره مخ دی. بله موضوع په اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د نفوسو زیاتوالی هم یو عمده محرک کېدای شي. سربېره په دې په روغتیايي سکتور کې بایوټکنالوجي هغه برخه ده چې اټکل کېږي د کار مارکېټ کې ښه راتلونکې لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button