ټکنالوجي

مصنوعي ځیرکتیا به په ۲۰۲۴ کال کې کومو دندو ته چمتو کېږي؟

کارپوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په اړه ځینې وړاندوینې کړي دي او وايي چې اې ای به په کومو برخو کې کار کوي

د روان کال په جولای میاشت کې، اېلون ماسک وویل چې اپټیموس به په ۲۰۲۴ کال کې فابریکه کې کار وکړای شي

۲۰۲۳ کال د نورو پرتله د ټیکنالوجۍ له اړخه یو جلا کال و چې تولیدي مصنوعي ځیرکتیا پکې ډېره دود شوه.

له کمپیوټري شیفرونو نیولې تر هنري کارونو او پیغامونو، مصنوعي ځیرکتیا په ډېره چټکۍ منځپانګې چمتو کولی شي، خو په ځینو صنعتي او مسلکي برخو کې نیمګړتیا هم لري.

د مایکروسافټ په ملاتړ “چټ جي پي ‌ټي” شرکت د ۲۰۲۲ کال وروستیو کې په دې برخه کې مخکښ و، بیا نورو سیالیګرو شرکتونو هم ددې شرکت پر پله ګام کېښود.

دا روانه میاشت ولې ځانګړي شوه؟

دا میاشت، یو تر ټولو تازه وزله راڅرګنده شوه، کله چې د ګوګل اړوند “الفابېټ” شرکت له “جیمیني” مصنوعي ځیرکتیا پرده پورته کړه، دا هغه څه دي چې د ګوګل په تولیداتو په تېره بیا چټ بوټ او د ګوګل لټون (سرچ) کې ځای پر ځای کېږي.

الفابېټ داسې انګېري چې ګنې جیمیني به په کار کې له چټ جي پي ټي لوړ وي.

خو د چټ جي پي ټي بنسټګر وايي، د دوی تولید هم لاس تړلی او لاس تر زنې ناست نه دی، “هغه څه چې موږ تولید کړي د هغه څه پرتله چې تاسو ته یې جوړوو، قدیمي ښکاري”.

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د مصنوعي ځیرکتیا غوره چټ‌بوټونه

نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مړو ته ډیجيټلي ژوند د ورکولو هڅې

په ورته وخت کې، د راتلونکې د دغه صنعت په برخه کې پانګوال هم د پانګونې لپاره لېوالتیا ښيي.

د بیټس بوک په وینا، په نړۍ کې د پانګونې شرکتونو د مصنوعي ځیرکتیا د ملاتړ لپاره ۲۱٫۴ میلیارد ډالر ځانګړي کړي. دا یوازې د سپتمبر میاشتې تر پایه ورته ځانګړي وو.

د بن ووډ آټکل څه ډول دی؟

خو ځینو له خپل حد د ډېرې لېوالتیا ښودلو خبرداری ورکړی. د سي سي اېس شرکت یو جګپوړی شنونکی بن ووډ وايي، تولیدي مصنوعي ځیرکتیا به په ۲۰۲۴ کې له “ټکان” سره مخامخ شي.

دی زیاتوي: “څومره چې موږ ګورو، مخ پورته تګ ناګار ګڼل شوی، په لنډ وخت کې یې مخې ته ډېر خنډونه درېدلي”.

هغه د تولیدي مصنوعي ذکاوت د سیستم اداره کولو د ارزښت فاحشې لوړېدنې ته اشاره کړې ده. دا لوی کمپیوټري ځواک او ګرانبیه کمپیوټر چیپس ته اړتیا لري چې په کافي اندازه نشته.

د دې لګښتونو د کمولو لپاره، اټکل کېږي مصنوعي ځیرکتیا به پر ترکیبي سیستمونو متکي وي، چې په هغه کې به ځینې عملیات زموږ پر کمپیوټرونو او ګرځنده ټیلیفونونو په سیمه ییزه کچه وي.

د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه دې ته تیار دي چې پر منصوعي ځیرکتیا زیاته پانګونه وکړي او دې ته یې چمتو کړي چې په نړۍ کې اکثره دندې د انسانانو پر ځای دوی اجرا کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button