ټکنالوجي

مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟

مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي څومره پېژنئ او څومره ورسره بلد یاست؟

د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي نړۍ کې په چټکۍ د ودې او د معاصر ژوندانه بېلابېلو برخو کې د پراخو بدلونونو رامنځته کولو په حال کې ده. خو له دغه پرمختګ سره ځینې اندېښنې هم ملې دي.

متخصصان وېرېږي چې د مصنوعي ذکاوت ټکنالوژي به د خطرناکو اهدافو لپاره وکارول شي.

بله لویه اندېښنه دا ده چې د دې ټکنالوژۍ له عامېدو سره به ګڼ خلک دندې او بوختیاوې له لاسه ورکړي.

د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي څه ده او څنګه کار کوي؟

مصنوعي ځیرکتیا کمپیوټر ته دا وړتیا وربښي چې انسانانو ته ورته فکر وکړي او غبرګون وښيي.

د دې ټکنالوژۍ پر مټ کمپیوټرونو ته دا ورښوول کېږي چې تکرارېدونکې بېلګې تشخیص کړي، ستونزې حل کړي، وړاندوینه وکړای شي او ان له خپلو تېروتنو زدکړه وکړي.

مصنوعي ځیرکتیا پر پراخې ډېټا سربېره پر الګوریتمونو متکي ده.

الګوریتم د قوانینو نوملړ دی چې حتما باید په ترتیب کې سم رعایت شي چې وکړای شي ورسپارل شوی کار یا ځانګړی امر پر ځای کړي.

نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا کنترول لپاره د قوانینو اړتیا

همدا ټکنالوژي ده چې سپاټیفای، یوټیوب او بي‌بي‌سي ای پلیر کې هغه پروګرامونه چې ښايي ستاسې د خوښې وړ وي، وړاندیز کړي.

له فېسبوک او ټویټر سره هم مرسته کوي چې هر کارن ته یې متناسب مالومات مخ ته راولي.

مصنوعي ځیرکتیا همدا راز د امازن په څېر مجازي پلورونکو سره د پېرېدونکو د عادتونو په شننه او تحلیل کې مرسته کوي، چې وکړای شي د هغوی د پېرېدنو وړاندوینه وکړي.‌

امازون له همدې ټکنالوژۍ پر خپله پاڼه د پېرېدونکو د جعلي تبصرو او مشورو پېژندلو کې هم کار اخلي.

چټ جي‌بي‌ټي په ‘مای اې‌ای’ او ‘سنپ‌چټ’ کې څه رول لوبوي؟

چټ جي‌بي‌ټي او ما‌ی‌‌اې‌ای په سنپ‌چټ کې دوه پروګرامونه او کاریالونه دي‌ چې پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال دي او په دې وروستیو میاشتو کې یې ګڼ مینوال موندلي دي.

دا د هغه څه چې د مصنوعي هوښ مولد بلل کېږي، بېلګې دي.

دا وړ مصنوعي ځیرکتیا په خورا زیاته اندازه ډېټا کې نمونې او جوړښتونه پلټي او د هغو په مرسته داسې نوې او ځانګړې محتوا تولیدوي چې که کله ورسره مخامخ شئ نو کټ مټ داسې ښکاري چې د انسان په لاس جوړه شوې ده.

نور کمپیوټري پروګرامونه هم چې چټ‌بوټ یې بولي، په مصنوعي ځیرکتیا سنبال دي، او کولی شي له انسان سره د لیکلو پیغامونو له لارې خبرې وکړي.

دغه کاریال یا اپلیکېشنونه پوښتنې ځوابولی، داستانونه ویلی او کمپیوټري کودونه لیکلی شي, خو دغه دواړه پروګرامونه وخت ناوخت د کاروونکو پوښتنو ته سم ځواب نه وايي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button