نړیوال خبرونه

معتصم آغا افغانستان ته راستون شو.

معتصم اغا جان د اسلامي امارت یو غړی دی او اوس اوس بېرته هېواد ته راستون شوی دی. هغه د اسلامي امارت په لومړی دوره کې د مالیې وزیر و او په بېلابېلو برخو کې یې هم کار کړی دی. ښاغلي اغاجان متحده عربي اماراتو ته د دفاع وزارت د سرپرست د وروستي سفر پر مهال له مولوي محمد یعقوب مجاهد سره بېرته هېواد ته راستون شو..

معتصم اغا جان څو کاله په متحده عربي امارات

معتصم اغا جان څو کاله په متحده عربي اماراتو کې ژوند کاوه. معتصم اغا جان د کندهار ولایت دی او د اسلامي امارت د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر له نږدې کسانو شمېرل کېږي. نوموړي تر دې مخکې د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی. په تېر نظام کې هغه د اسلامي امارت د سیاسي کمېټې د رییس په توګه کار کاوه او له تېر حکومت سره د سولې په خبرو کې هم رول درلود

د اسلامي امارت غړي معتصم آغا جان طلوع نیوز ته ویلي و:«زه طالب وم، طالب یم او طالب به پاتې کېږم. معتصم اغا جان د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې د مالیې وزیر و او تر ۲۰۱۰ کال پورې د کوټې شورا غړی و. معتصم آغا جان زیاته کړه:«الله دې ورولي او اخوت نازل کړي چې یو بل ته لاسونه سره وکړو او د تخریب او دښمنی پر ځای او زیان رسولو پرځای سره همکار، ممد او وروڼه واوسو

نور یی ولوله | بلاول بوټو : افغانستان کې پرمختګ او سوکالي د پاکستان په ګټه دی

نور یی ولوله | د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کېدو هرات مېشتو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي

اسلامي امارت نظام ته د هغه دغه راتګ څه ګټه وکړي.

په اوسنیو شرایطو کې به د اسلامي امارت نظام ته د هغه دغه راتګ څه ګټه وکړي؟. د ساسي چارو شنوونکی اصف ننګ وویل:«راتګ یې د طالبانو د لیکې د یووالي په ټینګښت کې ډېر اغېز لري او که چېرې رسمي ماموریت او دنده واخلي، د مسلک او وړیتا له پلوه، لوړ ظرفیت لري

د سیاسي چارو شنوونکی حسن حقیار هم څرګنده کړه:«له ځينو سره یې اختلاف پيدا کړ او اړ شو چې د طالبانو صف پرېږدي. اوس هم یوه مخکښه او اغېزناکه څېره ده، طالب مشران هغه ته درناوی لري. باور لرم چې راتګ یې د هېواد، امارت او افغانانو په ګټه دی. له څه باندې یو نیم کال راهیسې له معتصم اغا جان سربېره د تېر حکومت د چارواکو په ګډون یو شمېر نور سیاستوال هم بېرته هېواد ته راستانه شوي دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button