نړیوال خبرونه

د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کېدو هرات مېشتو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي

د واورې له اورېدو او د هوا له سړېدو سره هم مهاله، هرات کې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پرې کېدو د دغه ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. 

د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ

د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د بغرچر په بند کې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا څو ستنو د واورې اورېدو له امله زیان لیدلی دی او دوه ورځې کېږي چې هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده. د هرات اوسېدونکی عزیز احمد امیني وايي:«زموږ ډېره مهمه غوښتنه دا ده چې ډېر ژر زموږ خلکو ته برېښنا ورسوي

نور یی ولوله | خواجه اصف:سپين بولدک کې نښته لومړی د افغانستان له خوا پیل شوه

نور یی ولوله | شاه محمد محرابي: د افغانیو د بانک‌نوټونو نوې کڅوړه به جنورۍ میاشت کې کابل ته ورسېږي

د هرات اوسیدونکی: 

د هرات بل اوسېدونکی بصیر احمد عثماني هم زیاتوي:«نه پوهېږم چې ولې له مخکې دا پلان نه نیول کېږي کله چې واوره اوري یا باران اوري ګورې چې برېښنا پرې شوې ده. د هرات د برېښنا ادارې د مسوولانو په وینا، د دغو پایو د بیارغونې چارې به دوه اوونۍ وخت ونیسي، خو زیاتوي چې دا بنسټ هڅه کوي تر راتلونکو څلورو ورځو پورې په موقت ډول د برېښنا مزي ونښلوي. 

د هرات د برېښنا ادارې رییس خیر محمد معراج وویل:«هڅه مو وکړه چې موقتي ستنې ولګوو چې له درې تر څلورو ورځو د هرات خلک له برېښنا برخمن شي. د ترکمنستان وارداتي برېښنا په هرات ښار کې د برېښنا ستره برخه تامین وي

په هرات کې د سږکال لومړنۍ واورې، کروندګر خوشحاله خو د کارګرانو په ګډون ډېری خلک یې له سختیو او کړاونو سره مخ کړي دي. د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پرې کېدو سره، د ژمي په موسم کې د هراتیانو ژوند ستونزمن شوی دی

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button