کورني خبرونه

ملابرادر وايي چې له اختر وروسته د سالنګ رغولو کار پیلېږي

ملابرادر زیاتوي چې له اختر وروسته به د سالنګ لارې اساسي رغولو کار له اختر وروسته پیل شي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې تر اختر وروسته به د سالنګ لویې لارې اساسي رغنيزې چارې پیل شي.

طالبان به اقتصادي ستونزې له منځه یوسي؟

نوموړي د لوی اختر د لمانځه پر مهال خپله وینا کې ویلي، چې د هېواد د آبادۍ او شته اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په موخه په مختلفو برخو کې کارونه پیل کړي، چې یو یې هم د لویو لارو بيارغونه ده، چې ډېری هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه په دې اړه د ځينو لویو پروژو د کار د پيل او دوام یادونه کړې ده. خو له دې سره، سره د طالبانو له واکمنېدو سره د ډېریو لویو پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي او ژر ددې امکان نه لیدل کېږي چې کارونه به یې پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې ځوانان د بې کارۍ له لاسه هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو سفرونه کوي تر څو د خپلې کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

نور ولولئ: د میوو او سبزیو سوداګر شکایت کوي چې پر سالنګ یې موټر درول کیږي

ملا برادر د سالنګ لویې لارې د اساسي رغونې نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د ځینو لویو پروژو د ترسره کیدو او دوام چارې چټکې شوي، چې یو شمېر خلک یې ستاینه کوي.

دا پروژې د بې‌کارۍ ناورین نه شي کنترولولی

له دې سره، د طالبانو منتقدان باور لري چې د دوی د رژیم په امکاناتو رغنیزې او نورې اقتصادي پروژې د افغانستان ورځ تربلې پراخیدونکی اقتصادي او بشري ناورین نه شي کنټرولولی.

دوی ټینګار کوي، چې طالبان دې ملي مشروعیت او نړیوال تعامل لپاره په خپلو کړنو او تګلارو کې بدلون راولي، خو طالب مشر ملا هبت الله د هغو کړنو پر پراختیا ټینګار کوي، چې دی یې د شرعي نظام تطبیق او مخالفان یې د افراطي او پارونکو کړنو پراختیا بولي.

همدارنګه ډېری شنونکي وايي، طالبان د نړیوالو او په افغانستان کې د ځوان کهول له ګڼو نیوکو سره مخامخ دي. دوی وايي، طالبان پر دې نه توانېږي چې لویې پروژې او په هېواد کې روان اقتصادي بحران مدیریت کړي، ځکه دوی په خپله اداره کې اقتصاد پوهان او نور مسلکي کادرونه نه لري او ټول کارونه د هغه چا په لاس کېږي چې له مدرسو فارغ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button