Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

ملاله د بریټانیا نوي لومړي وزیر ته: “بهرني سیاست کې د افغان نجونو زده کړو ته لومړیتوب ورکړه”

ملالې یوسفزۍ د بریټانیا له نوي لومړي وزیر غوښتي چې بهرنۍ پالیسۍ کې د افغان نجونو زده کړو ته لومړیتوب ورکړي

طالبانو پر افغانستان د بیا ځل واکمنېدو سره سم د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل او له هر ډول زده کړو یې راوګرځولې.

دغه ډلې دارنګه ګڼ شمېر ښځې له ادارو، مؤسساتو او په ملګرو ملتونو کې له دندې ترسره کولو راوګرځولې او د کار اجازه ورته نه ورکول کېږي.

له بریټانیا د همکارۍ غوښتنه

د نجونو د زده‌کړو فعالې ملالې یوسفزۍ د بریټانیا له نوي لومړي وزیر کې‌یر سټارمر څخه غوښتي، چې په خپل بهرني سیاست کې دې په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د نجونو زده‌کړو ته لومړیتوب ورکړي.

هغې ویلي، چې د نجونو زده‌کړې د نوي لومړي وزیر د بهرني سیاست د سلو لومړیو کاري ورځو په سر، سر کې باید ځای ولري.

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ:  افغانستان کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران نیول شوي

نور ولولئ: له ښوونځو د افغان نجونو راګرځول؛ اوس یې مدرسو ته مخه کړې ده

د ښاغلي سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند د بریټانیا په پارلماني ټاکنو کې د رایو په غوڅ اکثریت همدغه اونۍ بریالی شو. هغه په لومړي ګام کې د تېر محافظه کار حکومت د تګلارې پر خلاف روانډا ته د کډوالو د استولو پرېکړه وځنډوله، دا هغه پرېکړه وه چې په بریټانیا کې د افغان کډوالو په زیان هم وه.

طالبان او خوندي چاپیریال

مېرمن یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۸مه) په خپلې اېکس پاڼه ولیکل: «هماغه شان چې د خپل بهرني سیاست او د بریټانیا د پرمختګ تګلاره د راتلونکو ۱۰۰ ورځو لپاره جوړوئ؛ نو دا هم مهمه ده، چې د زده‌کړو په برخه کې د نجونو د حقونو لپاره هم لومړیتوب ورکړئ، په تېره بیا په افغانستان کې چې نجونې د طالبانو د جنسیتي اپارتاید له امله له زده‌کړو ستنې کړای شوې دي.»

د نجونو د زده‌کړو دغه فعاله او د نوبل جایزې ګټونکې سټارمر ته ویلي، چې نجونې هر ځای د هغه پر نوښتونو حساب کوي او له هغه څخه خپل ملاتړ څرګندوي.

له زرو زیاتې ورځې تېرې شوې، چې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو راګرځول شوې دي. طالبان وايي، چې د هغوی د زده‌کړو لپاره لا خوندي چاپېریال نه شته؛ خو د نجونو د ښوونځیو لپاره یې په تېرو شاوخوا درېیو کالو کې کره نېټه نه ده ښودلې.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم نجونې له زده کړو راګرځولي وې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button