ستاسې اند او نظر

ملالۍ شينواري:خدای دي مل شي د وطن او د ملګرو

د ولسي جرګې پخوانۍ وکيله ملالۍ شينوارې دوطن لپاره خپل درد په خپلو خبرو کې بیان کړۍ دۍ او ویلي ېې دي چې نورو هېوادو کې هتۍ یو وړوکۍ مامور ددوو تابعتو سره دندې ته نه پريدي دلته غټ موقفونه ټول ده تابعته خلکوو په لاس کې دۍ،

ملالۍ شينوارې خپل پوسټ کې لیکلي، دفتر ته مې یوه ښځه او نارینه را ننوتل؛ دواړه په عمر پاخه ‌‌‌‌‌‌خو ښکلې جوړه وه.تر ناستې وروسته يې را ته په غرېو نيولي غږ وویل چې موږ دواړه خواشيني يوو تر دې چې قونسلګرۍ ته د خپل راتګ په اړه ويل راته ګران دي. په هره توګه؛ موږ ته يوه لاره راوښيه چې څه وکړو؟اول مې فکر وکړ چې دا ښکلې جوړه له یو بله بېلېږي او طلاق اخلي. بيا مې له ځانه سره وويل چې نو ما ته ولي راغلي دي؟!

زه دغه وخت په نيويارک کې په افغان قونسلګرۍ کې د جنرال قونسل مرستياله يا لومړۍ سکرټرۍ دتده مې پرمخ وړلې او د افغانانو حقوقي چارې په ما پورې تړلې وې .دغه وګړي خپلي مېرمنې ته وکتل؛ په مايوسۍ او زړه نازړه يې وویل چې غواړو له خپل افغاني هويته تېر شو؛ ما ورته وویل چې سمه ده زه به فورمونه در کړم ډک يې کړئ او وروسته یې زه کابل ته د رسمي بهير د بشړتيا په نمت لېږم او هرکله چې مو فورمونه راغلل تاسو ته به خبر در کړل شي.فورمونه مې ور کړل د فورم په يوه برخه کې داسې راغلي «زه له هر ډول جبر او اکراه پرته له خپل تابعيته لاس په سر کېږم

خاوند او مېرمنې دا خبره ټينګه نيولې وه ېي موږ دا خبره نه شو ليکلی، موږ داسي نه شو ويلی چې موږ په خپله خوښه دا کار کوو. موږ اړ ايستل شوي یوو چې تر خپل تابعيت تېر شو.ما ورته وویل چې که تاسو داسې و نه ليکئ موږ مو پروسه پر مخ نه شو وړلی زما تر ټينګار وروسته هم دواړو  غبرګي پښې په يوه موزه کي دننه کړې وې او د خپلي مجبورۍ ډنډورې يې غږولې.

ومې پووشتل ترېڅوک مو اړباسي چې تر خپل تابعيت تېر شئ؟ښځې را ته وویل زوی مو غواړي د فيډرال پوليسوپه اداره کي دنده واخلي او شرط يې دا دی چې موږ بايد له افغاني تابعيت لاس پر سر شو.وروسته مې بيا پوښتنه ور څخه وکړه چې زوی مو ارومرو کومې لويې څوکۍ ته ځان نوماند کړی دی؟ښځې را ته وویل؛ نه، نه. بس غواړي عادي پوليس شي.يوه ګړۍ سوچ يوړم؛ له ځان سره مي وویل چې امريکا ځکه يو پياوړی او پرمختللی هيواد دی چې حتی يوه وړه څوکۍ هم هغه چا ته نه ور کوي چې ان مور و پلار يې دوه تابعيته ولري.خدای دي مل شي د وطن او د ملګرو

زه وایم ملالۍ شینوارې دغه پوسټ چې کړۍ ډېر د درد له وجې ېې کړۍ دۍ باید د اغلې شينوارې په څېر مېرمنې په ټولنه کې نور هم وستایل شي او په دولت کې په ښه چوکۍ وګمارل شي ترڅو دغسې وګړي د خلکو لپاره خدمات په ښه توګه وړاندې کړي او پع سرعت سره ېې خدمتونه وکړي ځکه که مونږ اوکورو اوس ډېرۍ خلک د دې نه شکایت کوي چې دولتۍ مامورین او چاروتکي په خدماتو وړاندې کولو کې ناکام دي او په سمه توګه ېې نشي وړاندې کولۍ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button