سات تيري

ملالې يوسفزۍ د هغې د خوښې فلمونو نومونه له مينه والو سره شریک کړل

ملالې يوسفزۍ د هغې دخوښې فلمونو نومونه له مينه والو سره شریک کړل.دپاکستان د سوات اوسېدونکې کم عمره نوبيل جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ په انسټاګرام کې د خپلو مينه والو سره د هغه فلمونو نومونه شريک کړل، چې د هغې ډېر خوښ دي.

اغلې يوسفزۍ تېره ورځ په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د خپلو مينه والو سره خبرې وکړې او هغوى ته يې وويل، چې د هر څه په اړه ترې پوښتنه کوي، نو هغه به يې ځواب ورکوي.د ملالې مينه والو ترې د هغه فلمونو او خپرونو په اړه پوښتنه وکړه، چې د هغې خوښېږي يا يې په دې وروستيو کې کتلي وي او خوښ شوي يې وي.

اغلې ملالې يوسفزۍ په خپل ځواب کې وليکل، چې د هندۍ اداکارې پريانکا چوپړه نوى فلم (وايټ ټايګر)، کارټوني فلم (وولف والکرز) او د ډزني (سول) فلمونه يې په دې وروستيو کې کتلي دي او ډېر يې خوښ شوي دي.نوموړی هر وخت چې وخت پیدا کړي نو فلمونه ګوري.ملالې يوسفزۍ همدا راز دا هم وويل، چې د (بوايز سټېټ) په نوم يو مستند فلم يې هم ډېر خوښ شوى دى،

چې يو ځوان پکې سياستوال کېږي، دا ډېره ښه کيسه لري.د يادولو وړ ده چې ملاله يوسفزۍ د (ملاله فنډ) په نوم يوه اداره هم لري، چې د نجونو د تعليم لپاره کار کوي او د دې ادارې لپاره د مرستو راغونډولو په برخه کې هغه د ټولنيزو رسنيو څخه کار اخلي.

ملاله يوسفزۍ 1
ملاله يوسفزۍ

اغلی ملاله د یو مشهورې څېرې تر څنګ د ښه اخلاقو خاونده هم ده.نوموړې هر وخت هڅه کوي چې له عاموړخلکو سره ښه پېش امد وکړي او د خلکو زړونو کې ځای پیدا کړي.نوموړې اوسمهال په کور کې ده هغې دې وروستیو کې د انګلستان اکسفورډ پوهنتون څخه خپل د لسانس سند تر لاسه کړ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button