تجارت خبرونه

ملا برادر اخوند: کرنه او مالداري زموږ لپاره لومړیتوب دی

دا ډول څرګندونې د کرنیزو محصولاتو د دېرشم نندارتون د پرانېستو پر مهال وشوې

د اسلامي امارت تر ځانګړې پاملرنې لاندې د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون هم پرانېستل شو چې ګڼ محصولات په کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

ورته مهال، د ریاست الوزرا سیاسي او اداري مرستیالان هم په دغه پروګرام کې د افغانستان په کرنیز سکتور کې د پانګونې پر ملاتړ ټینګار کوي.

د کرنې په مکانیزه کېدو کې هڅې

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت (چهارشنبې، د غويي په ۱۲مه) په کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیست.

د اسلامي امارت چارواکو د دغه نندارتو د پرانیستو په مراسمو کې ویلي چې، د کرنې پر میکانیزه کېدو او کرنیزو توکو د بازار موندنې، د کروندګرو د ملاتړ او د هېواد د اوبو مدیریت لپاره هڅې کوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي:«کرنه او مالدارۍ محوریت ګڼل کېږي او د صادراتو مهمه برخه جوړوي او د بې‌وزلۍ په کمولو کې مهم رول لوبوي او همدارنګه کاري فرصتونه رامنځته کوي، د صنعت برخې ته خام مواد برابروي.»

نور ولولئ: د ترکمنستان په پلازمېنه کې د افغان‌-ترکمن نندارتون پرانیسته

نور ولولئ: د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون

د رییس الوزرا استازي عبدالستار سعید هم د رییس الوزرا پیغام ولوست:«د کرنې او مالدارۍ برخه په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا یو مهم سکټور ګڼل کېږي، په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې، د هېواد بزګرانو او مالدارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»

پر پانګونه ټینګار

ورته مهال، د ریاست الوزرا سیاسي او اداري مرستیالان هم په دغه پروګرام کې د افغانستان په کرنیز سکتور کې د پانګونې پر ملاتړ ټینګار کوي.

afghan (8)
د کرنیو محصولاتو نندارتون

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر څرګندوي:«دا زموږ او تاسو ګډ مسوولیت دی چې، په هېواد کې مالداري او باغ‌دارۍ ته پاملرنه وکړو. افغانستان د کرنې، ودې او پراختیا ته اړتیا لري موږ باید د سیمې او نړۍ په بازارونو کې خپلو کرنیزو محصولاتو ته مناسب بازارونه پیدا کړو.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي وايي:«د خپلو کرنیزو محصولاتونو د بازار موندنې لپاره، خپلو هڅو ته به دوام ورکړو.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال هم وایي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کروندګرو د ستونزو د حل لپاره یې هڅه کړې او د کرنې د میکانیزه کېدو په برخه کې هم پراخ پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په دې هکله زیاتوي:«کومه افتتاح چې د کرنې په برخه کې لکه د قوش‌تېپې کانال او داسې نور امثال موجود دي موږ د ځان‌بسیایۍ په لور روان یو.»

دغه نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي او په لړ کې به یې له ټول افغانستان څخه په ۲۶۳ غرفو کې بېلابېل کرنیز توکي نندارې ته کېښودل شي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې نور نندارتونونه هم جوړ شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button