نړیوال خبرونه

ملا ضعیف : دسولې مزاکراتو د خنډ لامل چارواکي دي

ملا ضعیف : دسولې مزاکراتو د خنډ لامل چارواکي دي ېرپرون ورځ په قطر کې د ډېر وخت وروسته د حکومت او طالبانو استازو غونډه وشوه، دا غونډه وروسته له هغه وشوه چې طالبانو د خبرو مېز پرېښود او د سيمې مملکتونه ته په سفر لاړل.

د حکومت په طالبانو تور لګاوه اوس يې هم لګوي چې ددې په ځاي چې په قطر کې کېني، د سولې خبرې پرمخ يوسي او په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي لپاره يو څه اقدامات وکړي دوی د سیمې په سفر بوخت دي او د خبرو مېز یې ترک کړی.افغان حکومت همدارازپه طالبانو تور پورې کړ چې د سولې د خبرو په ځای د سيمې په هېوادونو ګرځي او ځانته د سياسي همکاری د جلب کولو کوششونه کوي.

بلخوا بیا طالبانو ته نېږدې سرچینه ملا عبدالسلام ضعیف وايي چې د سولې د خبرو مېز پرېښودل هغه څه و چې سبب يې د افغان حکومت لوړ پوړي استازي شول.ملا ضعيف په‌ دې هکله وويل چې په دې وروستيو کې د افغان دولت لوړ پوړو چارواکو د سولې ژبه پرېښې ده او ډېرې ترخې خبرې يې په يو ډېر تريخ ډول کولې، د ضعيف په خبره د کابل څخه د لومړۍ درجې کسانو دا ډول څرګندونې ددې سبب شوې چې طالبان د خبرو مېز پرېږدي.

fb img 1614148287637

ضعيف زياتوي چې د سول خبرو په يو حساس پړاو کې له کبله څخه د جګړې غږ پورته کېږي ځکه يوه ډله هڅه کوي د سولې مخه ونيسي ترڅو يې هغه فساد او شخصي ګټې له خنډ سره مخ نشي چې اوس یې بې حسابه بې کتابه کوي.

دسيمې هېوادونو ته د طالبانو د سفر د موخې په هکله ضعيف وويل چې څومره چې دی پوهېږي نو طالبان سيمې ته ځکه ولاړل چې هلته د امريکا سره د تړون د ماتېدو ځینې اندېښنې موجودې وې.او غواړي چې د سیمې هیوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

د سيمې مملکتونو ته طالبانو د خپل طرف څخه ډاډ ورکړ چې دوی به د سولې د توافقنامې ماتونکی طرف نه وي او که هرڅه کېږي امریکا د خپلې پرېکړې په شاه ځي نو د وروسته پېښېدونکي حالت مسؤله به پخپله امریکا وي.سیاسیون هم وايي باید دواړه لورې د سولې روانه پروسه تعقیب کړي.او دایمي سولې لپاره لازم اقدامات وشي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button