سیاستسیمه

ملا ضعیف: “د هند او پاکستان جګړه سیاسي ده”

اړوند خبرونه:

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

د پاکستان پر ځینو سیمو د هند د تېرې شپې توغندیزو بریدونو ته د غبرګونونو ته په دوام، په پاکستان کې د ا.ا پخواني سفیر، مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي چې دا د هندوانو او پنجابیانو ترمنځ سیاسي جګړه ده، او کوم مذهبي اړخ نه لري.

ښاغلي ضعیف  په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پنجاب د «جهاد» په نوم پښتانه د هند پر وړاندې جګړې ته هڅوي، خو له پښتنو یې غوښتي چې له دې لوبې لرې و اوسي.

تېره شپه د هند پوځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او پنجاب ایالت کې ځینې سیمې په نښه کړې، چې له امله یې تر دې دمه د  ۲۶ کسان وژل‌کېدل او  ۴۶ نورو ټپي‌کېدل تایید شوي دي.

هندي حکومت ویلي چې دا بریدونه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د شوي برید په ځواب کې شوي دي.

afghan 2025 05 07t085146.752
پر پاکستان د هند برید

بلخوا د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف ویلي چې د هند تر دې برید وروسته د هند شپږ الوتکې نسکورې کړې، او لومړي وزیر، شهباز شریف بیا خبرداری ورکړی چې دا برید به بې‌ځوابه نه پرېښودل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر دا هم ویلي چې د پاکستان ولس او ځواکونه پوهیږي چې څه وکړي او له «دښمن» سره څه ډول چلند وکړي.

پر پاکستان د هند دغه برید د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه پارولي او له دواړو هېوادونو غوښتل شوي چې د تاوتریخوالي پراخېدو ته زړه ښه نه کړي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د هند له لوري پر پاکستان برید ته په غبرګون کې ویلي، دوی هیله لري چې دا کړکېچ به ژر پایته ورسېږي، ځکه په وینا یې چې هند او پاکستان له اوږدې مودې یو بل ته ګوته پر ماشه دي.

پر پاکستان د هند له برید وروسته د هندي رسنیو په راپورونو کې همداراز ویل شوي چې د هوايي حریم د بندیزونو له امله د دغه هېواد کشمیر په جمو او سرینګر، جودپور، امرېتسر، چندیګړ او راجکوټ ښارونو ته الوتنې ځنډول شوې دي.

د ویلو ده چې هاخوا د پاکستان په پنجاب کې بیا نن (چهارشنبې) ټول ښوونیز او تحصیلي بنسټونه تړل شوي او د دوی امنیتي ځواکونو ته د «تیارسئ» امر شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button