سیمه ییز خبرونه

ملا فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته رسېدلی

په طالبانو کې دننه باوري سرچینې تایید کړې چې ددوی امیر ملا هیبت الله له ملا فضل الرحمان سره ګوري

وړمه ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي د طالبانو امیر ملا هیبت الله اخوندزاده د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان چې افغانستان ته یې سفر کړی له لیدلو ډډه کړې ده.

خو شیبه وړاندې په کابل کې د پاکستان سفارت او طالبانو کې دننه سرچینو تایید کړې چې فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدلو په خاطر کندهار ولایت ته رسېدلی او ژر به د طالبانو له دغه امیر سره ملاقات وکړي.

mulla fazal
انځور؛ ملا فضل الرحمان د طالبانو له رییس الوزرا سره د لیدنې پرمهال.

نور ولولئ: اسلام اباد ته د ملا شیرین سفر او د افغانستان په اړه د پاکستاني دیپلوماتانو بحث ته کتنه

نور ولولئ: متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

نور ولولئ: د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان کابل ته په رسېدو نږدې په یوه ورځ کې د طالبانو له اکثره لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او ډېر احتمال دادی چې دغه پاکستاني ملا به د پاکستان هغه غوښتنې طالبانو ته وړاندې کړې وي، چې په دې وروستیو کې یې پاکستان په اړه اندېښنې لري. پاکستان په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر پوځي ادارو د ټي ټي پي بریدونو وارخطا کړي او تل یې تور لګولی چې دوی ته په افغانستان کې پناه ورکړل شوې، خو طالبانو بیا ته تورونه رد کړي دي.

پاکستان ته د ملا شیرین سفر، له ملا فضل الرحمان سره د ملا هیبت الله لیدنه

په دې وروستیو کې پاکستان کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره اسلام اباد پر طالبانو زیات فشارونه راوړي او همدا لامل دی چې ملا هیبت الله ته نږدې او باوري کس ملا شیرین اخوند اسلام اباد ته سفر وکړي او ثابته کړي چې ملا هیبت الله چې د کوېټې په کچلاغ کې مدرسه او نور کاروبار لري، د پاکستان پر وړاندې خراب فکر نه لري.

بل لورته به ملا هیبت الله اخوند نن ملا فضل الرحمان ته هماغه پیغام واوروي چې د ملا شیرین په خوله یې اسلام اباد ته لېږلی و تر څو پاکستان د طالبانو لخوا ډاډمن کړي او ووایي چې دوی دغه هېواد او نظامي ادارو ته سرخوږی نه دي.

ملا فضل الرحمان او د افغان ولس غبرګون

کله چې ملا فضل الرحمان کابل ته له طالب مشرانو سره د لیدنې په خاطر سفر وکړ، نو د عام ولس له سخت غبرګون سره مخامخ شو. دوی په ټولنیزو رسنیو کې ادعا وکړه چې دغه ملا د پاکستان د ای ایس ای استخباراتي ادارې نږدې همکار دی او دی هڅه کوي چې دا ځل د طالبي نظام ملایانو ته هم فریب ورکړي، خو په خپله طالبانو یې بیا تود هر کلی کړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button