نړیوال خبرونه

ملا هیبت الله : هیڅ ا ته په د نظام د ګډوډی اجازه ورنکړو

پرون په کندهار کي عامه غونډه

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاره وايي، هېچا ته به د نظام د ګډوډولو اجازه ورنه کړي. نوموړي پرونه (پنج‌نشبه) په کندهار کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا پر دې ټنګار وکړ چې له الهي حدودو نه تېرېږي او د شریعت په چوکاټ کې تعامل کولو ته تیار دي.

بهرنۍ پالیسي کار کوي

په کندهار کې د دیني عالمانو او قومي مخورو ولسي غونډه چې نژدې درې زره کسانو په‌کې ګډون کړی وو، خو اسلامي امارت د رهبر وینا پر مهال رسنیو ته د خبري پوښښ لپاره اجازه نه‌وه ورکړل شوې. ورته مهال د بهرنیو چارو سرپرست وايي، له نړۍ سره د تعامل لپاره پر بهرنۍ پالیسۍ کار روان دی او له نړیوالو يې وغوښتل چې افغانان پرېږدي چې د نورو په څېر ژوند وکړي. امیر خان متقي وايي، که رسمیت پيژندنه يې نده تر لاسه کړي خو له نړۍ سره اړیکي یې پراخې دي او د افغانانو ښه استازیتوب يې کړی دی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي:څوک دې افغانان نور نه ازمايي، پرېږدئ دا بې‌چاره او غریب ولس، دا سرشاره او غیرت‌من ولس خپل ژوند ته پرېږدئ. نوموړی زیاتوي، د یوه کال په موده کې له هغه چا سره د خبرو مېز ته ناست دی چې شل کاله یې ورسره جګړه کې ښکېل وو چې له هغوی څخه د ژر رسمیت پېژندني هیله نه‌ده پکار

ور یی ولوله | د چین استازی: نور هېوادونه دې هم افغانستان سره تعامل پیل کړي

ور یی ولوله | د پوهنې وزیر: د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له امله تړلي پاتې دي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي: «افغانستان به نور د ابرقدرتونو د مقابلې ډګر نه‌وي او د افغانستان خاوره به نور د هېچا پر ضد نه استعمالېږي. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وايي: «د هېواد مقدسو سرحداتو پورې داسې یو لوېشت خاوره نه‌شته چې پر هغې باندې د اسلامي امارت سلطه نه‌وي

اقتصادي پياوړتیا، زده‌کړو ته د نجونو لاسرسی او سوداګرو ته اسانتیاوي رامنځ‌ته کول د غونډې د ګډونوالو غوښتنې وې چې په وینا يې مسوولان باید ورته حل لاري ولټوي.سوداګر عبدالصمد مدني وايي: «ټولې لوڼې ستاسو ښځې او لوڼې دي. دوی ته د تعلیم زمینه برابرول د افغانانو هیله ده او افغانان دا حالت غواړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button