کورني خبرونه

ملا یعقوب ویلی چی هېڅ ګاونډي ته پر افغانستان د تجاوز جازه نه ورکوو

 افغانستان  افغانستان

ملا یعقوب هېڅ ګاونډي ته پر افغانستان د تجاوز  اجازه نه ورکوو چی  د طالبانو په حکومت کې د ملي دفاع چار سمبال وزیر ملایعقوب په یوه  پيغام کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان هېڅ ګاونډی حق نه لري چې د افغانستان پر پولی  تجاوز  وکړي

په دې پيغام چې پر خواله رسنیو نشر  شوی  چې د افغانستان خاوره او هوايي حریم به د چا پرضد نه  استعمالیږی. خو که څوک لاس وهنه وکړي نو طالبان به ځواب ورکوی  نوموړي دغه راز ویلي د طالبانو  اداره غواړي ملي او خپلواک پوځ جوړ کړي نوموړی ویلي داسې ملي اردو به جوړه  کړی  چې د افغانستان له پولو دفاع وکړي. هغه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته اطمنان  ورکړي چې د افغانستان خاوره به ددوی پرضد نه کارول کېږي  خو د لاسوهنې مقابل کې هم عکس العمل وګوری.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

که څه هم نوموړي په دې پيغام کې د افغانستان په ګاونډ کې پوځي تمریناتو ته اعشاره نده  کړهی خو دا پيغام داسې مهال خپرېږي چې په تاجکستان کې د روسیې په ګډون د څو هېوادونو ګډ پوځي تمرینات پای ته ورسېدل  او امریکايي رسنیو رپور ورکړی چې امریکا او پاکستان دې هوکړې ته نژدې شوي چې په افغانستان کې د هوايي څار لپاره د پاکستان له هوايي حریمه کار واخلي خو پاکستاني چارواکو دا خبره رد کړې ده..

د طالبانو د حکومت د دفاع  وزیر ټينګار کړی چې داسې پوځ به رامنځته شي چې په ښو وسلو سمبال وي  په کابل کی د طالبانو له حاکمیدو  سره د افغانستان وسله وال ځواکونه چې سلګونه زره غړي یې لرل او نړۍ والې ټولنې پرې ميلیاردونه ډالر لګولي وو له منځه لاړل.

د روسیې ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د د اعش او نورو ډلو زرګونه وسله وال د افغانستان په شمال کې را ټول شوي او غواړي د پخواني شوروي اتحاد غړو هېوادونو ته د کډوالو په توګه ځانونه ورسوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button