سیمه

ملي اسمبلي د مارچ پر ۳مه د پاکستان لومړی وزیر وټاکي

داسې راپورونه ورکړل شوي چې راتلونکې یک شنبه د پاکستان ملي اسمبلي به د پاکستان لومړی وزیر وټاکي

هاخوا د تحریک انصاف په څېر ګوندونه وايي چې د پاکستان په وروستیو پارلماني ټاکنو کې د ای ایس ای لاس و او درغلي هم په کې شوې ده.

خو پر دې سربېره بیا ځینو نورو ګوندونو هوکړه کړې چې ایتلافي حکومت جوړ او د پاکستان لپاره په پرلمنان کې لومړي وزیر ته رایه ورکړي.

د پاکستان ولسي جرګه یا ملي اسمبلۍ نوي ټاکل شوي غړي به د یکشنبې پر ورځ (مارچ درېیمه) د هېواد نوی لومړی وزیر انتخاب کړي.

په درې بجو د نوماندانو د اسنادو ارزونه

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان ملي اسمبلې له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي او هم پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسمبلۍ غړي به پر یکشنبه ‘یو مسلمان غړی د لومړي وزیر په توګه وټاکي.’ د دې اعلامیې له مخې د لومړي وزارت کاندیدان باید د مارچ تر دویمې نېټې پورې د کاندید کېدو اسناد یاد دفتر ته وسپاري او پر همدې ورځ درې بجې به یې د اسنادو ارزونه هم وشي.

pak2
ملي اسمبلي د مارچ پر ۳مه د پاکستان لومړی وزیر وټاکي

له دې مخکې د پاکستان ملي اسمبلۍ نویو غړو نن پنجشنبه د لوړې مراسم ترسره کړل او نن (جمعه) به د نوې ملي اسمبلۍ لپاره مشر او مرستیال مشر ټاکل کېږي.

نور ولولئ: شهباز شریف ۵ ګوندونو ایتلاف کې د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان نوماند کړ

نور ولولئ: پاکستان کې پر ګډ حکومت د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند هوکړه

نور ولولئ: نن پاکستان کې پارلماني ټاکنې کېږي

د یادونې ده، چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند له لوري شهباز شریف د لومړي وزارت لپاره کاندید انتخاب شوی دی، چې د پاکستان خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ او متحده قومي غورځنګ یا (ایم کیو ایم) ګوند او ځینو نورو ګوندونو ملاتړ هم ورسره دی.

pak1
ملي اسمبلي د مارچ پر ۳مه د پاکستان لومړی وزیر وټاکي

د نواز شریف او عمر ایوب خان ترمنځ سیالي

بل لور د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د تحریک انصاف ګوند له لوري له ښاغلي شریف سره د لومړي وزارت څوکۍ ترلاسه کولو سیالۍ لپاره د عمر ایوب خان نوم د کاندید په توګه اعلان شوی دی، چې د سني اتحاد شورا له لوري به د کاندید په توګه وړاندې شي.

خو د تحریک انصاف پاکستان، جمعیت علمای پاکستان، په بلوچستان، پښتونخوا او نور الایتونو کې ګوندونه بیا د پاکستان د ۱۶دورې اسمبلۍ ټاکنې شفافې نه بولي او له همدې امله یې له ټاکنو وروسته اعتراضونه هم کړي دي.

د یادونې ده، چې د قانون له مخې د پاکستان لومړي وزارت ته کاندید کس ته باید د ملي اسمبلۍ لږ تر لږه ۱۶۹ غړي د تائید رایې ورکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button