نړۍ خبرونه

ملګرو ملتونو د راتلونکو دوو کلونو لپاره د نوي ستراتیژیک چوکاټ اعلان

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې راتلونکو دوو کلونو لپاره خپل ستراتیژیک چوکاټ اعلان کړ

دغه سازمان د اعلامیې په خپرولو وایي نوي تکل یې د افغانانو لومړنۍ بشري اړتیاوې په پام کې نیولي. وايي په دې کړنلاره کې د خورا زيانمنونکو کسانو لکه ښځې او نجونې، ماشومان او ځوانان، کورني بې ځایه شوي خلک، راستنېدونکي، کډوال، قومي او د مذهبي اقلیتونو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نوي ستراتیژیک چوکاټ معرفي کولو کې د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا ویلي، د دوی “ستراتیژیک چوکاټ د افغانستان خلکو ته د مرستې یو پیاوړی وړاندیز دی چې د دوی اساسي بشري اړتیاوې په ګوته او د ژوند ژغورونکو بشري مرستو روان بهیر بشپړ” کوي.

په اعلان شوي چوکاټ کې لومړیتوبونه

د افغانانو له بنسټیزو اړتیاوو د ملاتړ په پار ملګرو ملتونو او شریکانو یې لومړیتوبونه په درې برخو وېشلي.

پایېدونکي بنسټیز چوپړونه، د اقتصادي فرصتونو برابرول، ټولنیزه رفاه، بشري حقونه، قانونیت او جنسیتي مساوات.

د ملګرو متلونو اعلامیه لیکي تر ټولو مهم روغتیا، خوراک، زدکړه، کارموندنه، ټولنیز خوندیتوب او داسې نور هغه اړین خدمات بلل شوي، چې ټولو ته به ارزانه او له هر ډول تبعیض پرته په وړیا ډول وړاندې شي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه د ښځو په کار د نوي بندیز په اړه له طالب مقاماتو سره غږېږي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو حکومت ته د “واکمنو چارواکو” د کلمې په کارولو د دوی له خوا پر افغان مېرمنو او نجونو پر لګېدلو محدودیتونو نیوکه کړې ده.

اقتصادي فرصتونه او ښه ژوند بڼه به ټولو ته او په ځانګړي ډول د ښځو په شان محرومو ډلو ته برابر شي.

د بشري حقونو نړیوال سندونه

د بشري حقونو د نړیوالو سندونو پر بنسټ ټولنیز پیوستون، ټولګډونوالی، جنسیتي برابري، بشري حقونه، او د قانون حاکمیت یې بله برخه ده چې وايي په افغانستان کې د دایمي پرمختګ او سولې لپاره اړین دی.

هممهاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ډینیل انډریس ویلي ملګري ملتونه پوهیږي چې یوازې بشرپالې مرستې “د افغانانو د لویې کچې او ډېرېدونکي بشري کړاو د اوارولو لپاره بسنه ونه کړي”.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو حکومت ته د “واکمنو چارواکو” د کلمې په کارولو د دوی له خوا پر افغان مېرمنو او نجونو پر لګېدلو محدودیتونو نیوکه کړې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button