ملګرو ملتونو راپور؛ افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې ۴۵۸۲ جدي سرغړونې تایید شوې

ملګرو ملتونو راپور ښيي چې په افغانستان کې ماشومان لا هم د ناامنۍ، بېوزلۍ، بېځایه کېدو، ناچاوده مهماتو او بشري مرستو ته د محدود لاسرسي له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوي راپور کې، چې د اکتوبر پر نهمه خپور شوی، ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د ۲۰۲۵ کال تر پایه د ماشومانو پر وړاندې ۴۵۸۲ جدي سرغړونې تایید شوې دي.
که څه هم دا شمېر د راپور ورکولو د تېرې دورې په پرتله ۳۸ سلنه کم شوی، ملګري ملتونه وايي، دا کموالی د ماشومانو د عمومي وضعیت د ښه کېدو په معنا نه دی.
ملګرو ملتونو راپور؛ ماشومان له کومو ګواښونو سره مخ دي؟
د راپور له مخې، تر ټولو ډېرې ثبت شوې سرغړونې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو له مخنیوي سره تړاو لري. په درېیو کلونو کې ۲۲۴۱ داسې پېښې تایید شوې چې د تېرې دورې په پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. ملګرو ملتونو راپور
په همدې موده کې ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د ماشومانو د ټولې مرګژوبلې ۸۰ سلنه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
اوچا ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پېښو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان وو.
ماینونه او ناچاوده مهمات د ماشومانو لپاره لوی ګواښ
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ونېسا فریزر ویلي، هېڅ ماشوم باید له دې وېرې سره ژوند ونه کړي چې ښوونځی، سړک یا د لوبو ځای به یې د مرګ او ټپي کېدو په ځای بدل شي.
د ملګرو ملتونو راپور له مخې، په درې کلنه موده کې د ۵۵۷ ماشومانو د استخدام او کارولو پېښې تایید شوې چې د تېرې دورې په پرتله ۸۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
همدارنګه ۳۱ ماشومان د ملي امنیت اړوند تورونو یا له وسلهوالو ډلو سره د ادعا شوې اړیکې له امله له ازادۍ بېبرخې شوي دي. ملګري ملتونه وايي، د توقیف ځایونو ته د محدود لاسرسي له امله ښايي حقیقي شمېر تر دې لوړ وي. ملګرو ملتونو راپور
راپور د ماشومانو پر وړاندې د تایید شویو جدي سرغړونو ډېره برخه طالبانو ته منسوبوي، ورپسې هغه کسان دي چې هویتونه یې نه دي معلوم.
په دې موده کې پر ښوونځیو او روغتونونو ۳۳۸ بریدونه تایید شوي؛ ۱۶۳ پر ښوونځیو او ۱۷۵ پر روغتونونو. د جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې هم ثبت شوې، خو د ټولنیز شرم، ګواښونو او غچ اخیستنې د وېرې له امله د نورو پېښو د نه راپور کېدو احتمال یاد شوی دی. ملګرو ملتونو راپور
په یوه مثبته موندنه کې ویل شوي چې په شمالي او شمال ختیځ افغانستان کې ۵۷۶ هلکان د طالبانو له لیکو خوشې او عادي ژوند ته د ستنېدو په پروګرامونو کې شامل شوي دي.
سیاسي شنونکي امیرګران ویلي، له ایران او پاکستانه د افغانانو جبري ستنېدل د ماشومانو لپاره د سرپناه، زدهکړو او اقتصادي ستونزې زیاتوي او نړیواله ټولنه باید بشري ملاتړ ته دوام ورکړي.
ملګرو ملتونو د نجونو له شپږم ټولګي پورته پر زدهکړو بندیز او د ښځینه مرستندویو کارکوونکو محدودیتونه هم د ماشومانو روغتیايي، ښوونیزو او بشري خدمتونو ته زیانمن بللي دي. طالبانو بیا ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.
ملګرو ملتونو له طالبانو د ماشومانو د استخدام د مخنیوي، د ښځو او نجونو د محدودیتونو د لرې کولو او د ماشوم تعریف له نړیوال کنوانسیون سره د برابرولو غوښتنه کړې ده.



