Uncategorized

ملګرو ملتونو له طالبانو څه غوښتنه کړې ده؟

ملګرو ملتونو له طالبانو څه غوښتنه کړې ده؟ د (UN) ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې په هدفي وژنو اندېښنه ښوولې او طالبانو ته یې خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دغه په تاو تریخوالي کې کمي راولي.

د (UN) شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې هدفي وژنې، چې تر ډېره پکې خبریالان، مدني فعالان، ډاکټران، ملکي مامورین او د عدلي او قضايي ارګانونو کارکوونکي په نښه کېږي، نور د زغملو وړ نه دي او ژر تر ژره باید ودرول شي.ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دغه ډول بریدونه بند کړي او له حکومته یې بیا غوښتنه کړې چې د دغو بریدونو عاملین دې محاکمه کړي.

دغه شورا د روان بد وضعیت د بدلون یوازېنۍ لار اوربند بللی او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ کړی چې اوربند ته غاړه کېږدي، تر څو نور د جګړې ټغر ټول او افغانان په ارامه فضا کې ژوند وکړي.(UN) ټینګار کړی چې د روانې جګړې د حل یوازېنۍ لا خبرې دي او باید ښکېل اړخونه د خبرو اترو له لارې خپلې غوښتنې مطرح او د جګړې د پای لپاره خپل ښه نیت وښيي.

ملګري ملتونو داسې مهال په هېواد کې د هدفي وژنو د مخنیوي غږ کوي چې لا هم په هېواد کې دغه لړۍ روانه ده او وروستۍ پېښه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وشوه چې د انعکاس راډیو تلویزیون درې ښځینه کارکوونکې پکې شهیدانې شوې.

شوراى امنيت٫ ملل متحد

بلخوا طالبان بیا که څه هم د دغو بریدونو عاملین بلل شوي، د خبریالانو او مدني فعالانو د وژنو پړه پر حکومت اچوي او وايي چې دغه لړۍ د حکومت دننه د یوې خاصۍ کړۍ لخوا د طالبانو د بدنامۍ لپاره پیل شوې ده.خو حکومت وای چې دا خبره د افغان حکومت پورې هیڅ تړاو نه لري.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button