نړیوال خبرونه

ملګرو ملتونو متقي ته د پاکستان ته د تګ اجازه ورکړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې کمیټې د طالبانو د بهرینو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته اجازه ورکړې چې راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دې هیواد او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري

په ښاغلي متقي د پخوا راهیسې د امنیت شورا لخوا د سفر کولو او وسلو بندیزونو وو او شتمني یې هم کنګل شوې وه.

په یو لیک چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې کمیټې ته استولی چې په طالبانو د دې شورا د بندیزونو مسوولیت یې په غاړه دی ویل شوي چې په ښاغلي متقي د سفر کولو دا معافیدنه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ غوښتې ده.

په غوښتنلیک کې ویل شوي چې ټاکل شوې امیر خان متقي د روانې مې میاشتې د ۶ مې څخه تر ۹ مې نیټې پورې پاکستان ته په سفر ولاړ شي.

په لیک کې دا نه دي ویل شوي چې ښاغلی متقي به د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره په دې ليدنه کې په کومو موضوع ګانو خبرې وکړي خو دومره پکې ویل شوي چې د دې سفر ټول لګښت به پاکستان ورکوي.

نور ولولئ: متقي وايي د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره مو اړيکې رسمي بڼه لري

تر دې وړاندې پاکستان او چین دواړو ویلي و چې د طالبانو تر مشرۍ افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په څو ملیارده پروژې کې د راګډیدو هرکلی وایي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیره میاشت هم ښاغلي متقي ته ازبکستان ته د سفر کولو اجازه ورکړې وه چې د افغانستان د ګاونډی هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې برخه واخلي

په غونډې کې د سولې، انمیت او ثبات په مهمو موضوعاتو بحث کیده.

متقي ته داسې مهال پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونو ګوتریش د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ پیل کړله.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي چې د غونډې هدف دا دی چې د طالبانو سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې تر منځ د نظر یووالي پیدا شي.

نور ولولئ: امیرخان متقي: افغانستان به نور د زبرځواکو د سیالیو ډګر نه وي

ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې غونډه به د تړلو دروازو تر شا وي او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د میرمنو او نجونو د حقونو، ټولشموله حکومتدارۍ، ترهګرۍ او مخدره موادو سره د مبارزې په شان په مهمو موضوعاتو به پکې خبرې وشي.

ملګرو ملتونو پدې غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

نور ولولئ: متقي : هیله مند یو چې نړی به اسلامي امارت ژر په رسمیت وپېژني

چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، برتانیه، متحده ایالات، ازبکستان، اروپایي اتحادیه او د اسلامي همکارۍ سازمان هغه هیوادونه او ټولنې دي چې استازي یې دې غونډې ته وربلل شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button